کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا هاشمي د اسلامي علومو پوهنځي استادانو سره ولیدل!

keu_admin
Tue, Sep 26 2023 11:09 AM
778

چهارشنبې ورځ د (1402/6/29) هـ.ش چې له (1445/3/4) هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس د اسلامي علومو پوهنځي له استادانو سره لیدنه وکړه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه. په یاده غونډه کې د پوهنتون رئیس، علمي چارو مرستیال، د اسلامي علومو پوهنځي رئیس او استادانو ګډون درلود.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا هاشمي په خپلو خبرو کې وویل: چې یاده غونډه له استادانو سره د ښو درسي میتودونو عملي کولو په پار نیول شوې ده.

زیاته یې کړه: محترمو استادانو د محصلینو روزل او تربیه ستاسو په لاس کې ده او د ښې روزنې راتلونکې روښانه وي، خپلو مسؤولیتونو ته متوجه شئ او د پوهنتون اصولو او قوانینو ته په کتو خپلې تدریسي چارې پر مخ یوسئ.

همدارنګه ښاغلي هاشمي د یادې پوهنځي استادانو ته د نوي تدریسي میتودونو، په کارونو کې ریښتینوالي، محصلینو سره ښه سلوک او رفتار او د محصلینو فکري او اصلاحي روزنې په برخو کې اړینې سپارښتنې وکړې.

د غونډې په پای کې ښاغلي هاشمي د استادانو د نظرونو او وړاندیزونو آورېدولو وروسته یې د هغو په عملي کولو تعهد او ټينګار وکړ.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM

BACK TO NEWS