کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د پوهنځيو تدریسي مدیرانو ته د (HEMIS) معلوماتي سیسټم ښوونیز ترنېنګ !

keu_admin
Tue, Jul 18 2023 2:31 PM
778

دوشنبې ورځ د 28/12/1444 هـ.ق چې، له 1402/4/26 هــ.ش سره سمون لري د پوهنتون معلوماتي تکنالوژۍ څانګې د پوهنځيو تدریسي مدیرانو ته د (HEMIS) معلوماتي سیسټم د زده‌کړې په نامه ترنېنګ جوړ کړ.

یاد ترنېنګ د نهه‌ګونو پوهنځیو تدریسي مدیرانو ته د پوهنتون په (ICT) مرکز کې د یوې ورځې لپاره جوړ شو، په یاد ترنېنګ کې د پوهنتون معلوماتي تکنالوژۍ څانګې آمر ښاغلي محمدمنصور واحدي، د (HEMIS) معلوماتي سیسټم مسؤول او ترېنر ښاغلي حکمت ‌الله همت او د پوهنځيو تدریسي مدیرانو ګډون کړی وو.

لومړی د (HEMIS) معلوماتي سیسټم مسؤول او ترېنر ښاغلي حکمت ‌الله همت د لوړو زده‌کړو وزارت د (HEMIS) معلوماتي سیسټم د ارزښت او په نوموړي سیسټم کې د نویو برخو رامنځته کېدو، د سمسټر د پایلو جدول او د اونیو د تنظیم چې د تدریسي مدیرانو او سیسټم د اډمین اختیار دی د ښېګڼو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: چې په یاد سیسټم کې د نویو برخو رامنځته کېدل، د سمسټر د پایلو جدول او د سمسټر اونیو تنظیم د سمسټر تر بېرته عادي کېدلو (16 اونیو) پورې مهم وګڼل، همدارنګه د ترنېنګ له ګډونوالو یې وغوښتل چې له یاد ترنېنګ څخه پوره ګټه واخلي ترڅو په یاد سیسټم کې شته ستونزې د امکان تر حده حل شي.

وروسته د یاد سیسټم ترېنر ښاغلي همت د (HEMIS) سیسټم کې د نویو برخو رامنځته کېدو، د سمسټر د پایلو جدول او د اونیو د تنظیم په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، او ویې ویل چې، په دې برخه کې د پوهنتون، لوړو زده کړو وزارت او د هېواد پوهنتونونو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

ورپسې ترنېنګ عملاً پیل شو.

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date


وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

BACK TO NEWS