د لوړو زده‌ کړو سرپرست وزیر د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په علمي شورا کې د ګډون تر څنګ د پوهنتون له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.

keu_admin
Tue, May 09 2023 8:43 AM
665

دوشنبې ورځ د ۱۸/۰۲/۱۴۰۲ هـــ.ش چې ١٠/١٨/ ۱۴۴۴ هــــ.ق نېټې سره سمون لري د علمي شورا غونډه د سهار (۱۰) بجې د ښاغلي الحاج مولوي شیخ نداء محمد “ندیم” او ورسره پلاوي، د پوهنتون معاونینو، پوهنځيو رئیسانو، استادانو، اداري څانګو آمرینو او کارمندانو په شتون کې ترسره شوه.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او د اجنډا مطابق اړینې پرېکړې وشوې:

ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېدخان “رشیدي” او ښاغلي حاجي عبدالرحیم “زبیر” د پوهنتون د رهبرۍ په استازیتوب د لوړو زده کړو وزارت وزیر صاحب، ورسره پلاوي او د علمي شورا غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په خپله وینا کې په پوهنتون کې د پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې کړل، او ویې ویل چې استادان او د پوهنتون اداري کارمندان په پوره ریښتینوالي، ټینګې ارادې او ایماندارۍ سره خپل مسئوولیتونه او دندې په منظم ډول ترسره کوي.

ښاغلي “رشیدي” د لوړو زده کړو وزارت رهبرۍ پلاوي څخه د استادانو د معاشونو د زیاتوالي په پار مننه او قدرداني وکړه او د پوهنتون کادري او اداري تشکیل، پروګرامونو او دیپارتمنټونو په اړه پوره معلومات وړاندې کړل.

همدارنګه، ښاغلي “رشیدي” د لوړو زده کړو وزارت له رهبرۍ پلاوي څخه د پوهنتون کادري تشکیل، د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونو کې د استادانو او کارکوونکو ظرفیت لوړوالي او زیاتوالي په پار د اړینې مرستې غوښتنه وکړه او له نوموړي پلاوي یې وغوښتل چې د څېړنو، ملي او نړیوالو مجلو همدارنګه پوهنتون ته د مطبعې، تدریسي او اداري بلاکونو، لیلیې، مجهز کتابتون، د څېړنو مرکز او لابراتوارونو جوړولو په برخه کې همکاري وکړي او اړوندو ادارو ته د بودیجې په ځانګړي کولو کې اړینې سپارښتنې وکړې.

ښاغلي “رشیدي” په (۱۴۰۲) کال کې د هېواد په کچه د ښوونې او روزنې په برخه کې د ملي کنفرانس په اړه پوره معلومات وړاندې کړل او د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه پلاوي یې غوښتنه وکړه چې د بودیجې ځانګړي کولو په برخه کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون سره پوره همکاري وکړي، تر څو شته ستونزې او خنډونه چې د هېواد د ښوونې او روزنې په برخه کې شتون لري هر اړخیز وڅېړل شي.

وروسته د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي الحاج مولوي شیخ نداء محمد “ندیم” د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مشرتابه پلاوي، استادانو او کارکوونکو څخه د مننې او قدردانۍ تر څنګ په خپله وینا کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مشرتابه پلاوي له لوري د شریکو شوو ستونزو د حل لپاره د پوره همکارۍ او شته ستونزو د حل وعده وکړه.

ښاغلي وزیرصاحب زیاته کړه چې نن ورځ الحمدالله د هېواد په کچه یو اسلامي حکومت حاکم شوی دی د هېواد ټول وګړي بې له کوم تعصب، سمت پالنې، مذهب، قومي او ژبنیز توپیر په یوه امن او د ورورولۍ فضا کې ژوند کوي او هڅې دې وشي تر څو هر وګړی چې د حکومت په هره برخه کې دنده ترسره کوي خپله دنده او مسئوولیتونه دې په پوره ریښتینوالي، ایماندارۍ او امانت دارۍ ترسره کړي او په هره برخه کې دې خپل ځوریدلي ملت ته د خدمت جوګه وګرځي.

ښاغلي وزیر صاحب څرګنده کړه چې د پوهنتون رهبرۍ پلاوي له لوري ټول وړاندې شوي وړاندیزونه معقول او د قدر وړ دي د لوړو زده کړو وزارت به په ټوله کې د یاد پوهنتون د ستونزو حل لپاره اړین ګامونه پورته کړي.

همدارنګه ښاغلي وزیر صاحب د پوهنتون له ټولو ساحو او د محصلینو سره لیدنه وکړه او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مشرتابه ته یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

په آخر کې غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS