خبرتیا!

keu_admin
eff

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو خدماتو چارو څانګه په نظر کې لري، چې د محصلانو شغلي مهارتونو تقویې لپاره د Soft Skil (نرم افزار مهارتونو) زده کړيزه برنامه پیل کړي.

یاده برنامه چې د اوو ورځو لپاره هره ورځ (45) دقيقې پر مخ وړل کېږي، د برېښناليک، سي وي لیک، کاور لېتر ليک او د مصاحبې فنون به محصلانو ته پکې تدریس کېږي.

له ټولو مینه والو څخه هيله کېږي چې د یادې برنامې د نوم ليکلنې لپاره د 9/2/1402 څخه تر 15/2/1402 نېټې پورې د پوهنتون، سل اتاقه بلاک، دویم پوړ د محصلانو خدماتو چارو څانګې ته مراجعه وکړي.

د نوم لیکنې شرایط: د کمپیوټر له ابتدایي پروګرامونو او انګليسي ژبې سره آشنایي.

درسي وخت : د غرمې د 11:40څخه تر 12:45 بجو پورې.

Latest announcements

Sat, Oct 11 2025 2:55 PM
Background image

Announsment!

 

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاونیت د محصلینو د خدمتونو او همغږی آمریت د لوړو زده کړو وزارت د انسجام ریاست په همغږۍ د "ځوان نسل فکری روزنې" ترسرلیک لاندې د محصلینو . . .

Sat, Aug 23 2025 8:48 AM
Background image
Sun, May 18 2025 1:31 PM
Background image

Kabul Education University Announcement!


All students of Kabul Education University are hereby informed that the Student Services Coordination Directorate, in order to enhance students' capacity, is organizing the following . . .

Back to announcements