بیوگرافی مدیر عمومی تدریسی پوهنځی

د خان آغا خبیب د ژبو ادبیاتو پوهنځی د عمومي تدریسي مدیر لنډ ژوند لیک

زه خان آغا خبیب د آقا محمد زوی په  ۱۳۷۵ لمریز کال کې د میدان وردګو ولایت جغتو ولسوالی په سبزسنګ کلي کې زیږیدلی یم،لومړنی زده کړې مې د خپل کلي په حضرت عمر فاروق (رض) نومي متوسطه ښوونځی کې پیل او خپلې ثانوي زده کړې مې د امام اعظم ابوحنیفه (رح) ګوربت په عالي لیسه کې پای ته ورسولې؛ او په  ۱۳۹۴ لمریز کال کې له یادې لېسې څخه د عمومي اول نمره په توګه فارغ او د کانکور تر آزموینې وروسته په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د کندهار پوهنتون، اقتصاد پوهنځی منجمنت او تشبثاتو ادرې څانګې ته بریالی او په ۱۳۹۹ لمریز کال کې له یادې څانګې څخه په کادري درجه فارغ شوم.

ستاینلیکونه:

  1. له لومړي تولګي څخه تر نهم ټولګي پوري د عمومي اول نمره ستاینلیک
  2. په دوولسم ټولګي کې د لېسې په کچه د عمومي اول نمره ستاینلیک
  3. په یوولسم ټولګي کې د وردګو ولایت په کچه د نبوي سیرت په سیالیو کې د لومړي مقام ستاینلیک
  4. په کندهار پوهنتون کې په ټولګي کې د دریم مقام ستاینلیک
  5. د کابل ښوونې او روزنې په پوهنتون کې د معلوماتي تکنالوژی له لوري ستاینلیک
  6. د افغان علمي او کلتوري مرکز څخه په انګلیسي ژبه کې د لومړي مقام ستاینلیک
  7. په کندهار پوهنتون کې د وردګو محصلینو له خپلواکې ټولنې څخه د دریم مقام ستاینلیک
  8. په کندهار پوهنتون کې د وردګو محصلینو له خپلواکې ټولنې څخه د قرئت او تجوید په برخه کې ستاینلیک

ورکشاپونه:

  1. په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د لوړو زده کړو په وزارت کې د کارمندانو د ظرفیت لوړونې د آمریت له لوري د (آشناسازی با اداره و مراسلات) تر عنوان لاندې پنځه ورځنی ورکشاپ کې برخه اخیستل.
  2. په ۱۴۰۱ کال کې د معلوماتي تکنالوژي آمریت له لوري د HEMIS  سیستم اړوند یو ورځنی  ورکشاپ
  3. په ۱۴۰۲ کال کې د د معلوماتي تکنالوژي آمریت له لوري د HEMIS  سیستم اړوند یو ورځنی ورکشاپ
  4. په ۱۴۰۲ کال کې د ملکي خدمتونو انستیتیوت کې د پلان جوړونې او مدیریت اړوند اوونیز ورکشاپ

 

کاري تجربه:

  1. په ۱۳۹۵ کال کې د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې سره شپږ میاشتې استاد.
  2. په ۱۴۰۰ کال کې په MECC شرکت کې دوه میاشتې  ساحوي انجینیر.
  3. د ۰۲/۰۱/۱۴۰۱ -۲۶/۰۵/۱۴۰۱  څخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د شپږ میاشتې د ثبت او راجستر د عمومي مدیر.
  4. له ۲۷/۰۵/۱۴۰۱ څخه تر اوسه د ژبو ادبیاتو پوهنځی برحال عمومي تدریسي مدیر.

له ژبو سره بلدیت:

ژبې

لوستل

لیکل

خبرې کول

پښتو

دری

انګلیسي

 

له کمپیوتر سره بلدیت:

  1. Office Packages
  2. SPSS
  3. Quick books
  4. Internet

سرتیفیکتونه:

  1. دانګلیسی ژبې لس میاشتنی سرتیفیکیت له AECC سنتر څخه
  2. د کمپیوتر  Office Packages ICDL سرتیفیکیت له ELCLC سنتر څخه
  3. له دارالعرفان لتعلیم القرئت القرآن څخه د قرئت او تجوید په برخه کې د فراغت سند