د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون مشرتابه پلاوي د تشدیدي سمستر د درسونو د پيل لیدنه وکړه

keu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۸ - ۱۳:۳۲
للل

د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۱۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون مشرتابه پلاوي د تشدیدي سمستر د درسونو پر جریان نظارت وکړ چې د پلاوي په رأس کې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلی پوهاند جمشېدخان رشیدي، د زده کوونکو چارو مرستیاله آغلې پوهندوی ذکیه ظاهر شریفیان او د طبیعي علومو د پوهنځي رئیس ښاغلی پوهنوال محمد حسین ندا موجود وو. د درسي بهیر د کتنې په جریان کې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشېدخان رشیدي او آغلې پوهندوی ذکیه ظاهر شریفیان د درسي ټولګیو د کتنې او کنترول تر څنګ له محصلانو وغوښتل چې رامنځته شوی فرصت په سم ډول وکاروي او په خپلو درسونو کې هڅه وکړي تر څو ښه پایله ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
Background image

اداري شورا؛ د روان کال ساختماني پروژو او اداري سیستم د تنظیم اړوند بحث وشو! 

یکشنبه، ١١/١٠/۱۴۴۷ ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند امریتونو سره میاشتنۍ نوبتي اداري ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال او اړونده امرینو په ګډون کې. . .

BACK TO NEWS