د معتبرو او نامعتبرو نړیوالو ژورنالونو د پېژندنې سیمینار

keu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۱۵:۵
kk

د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز خپلې وجودي فلسفې ته په کتو سره د پوهنتون د علمي او اداري کادر د مسلکي پوهې د ډېرولو، ښه کولو او پیاوړي کولو لپاره د علمي پروګرامونو جوړولو ته ژمن دی. په همدې موخه یې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې په ۱۳مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د پوهنتون استادانو او د څانګو آمرانو ته د معتبرو نړیوالو ژورنالونو د پېژندنې په نامه یو ورځنی سیمینار جوړ کړ. د سیمینار په پیل کې د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون رئیسې آغلې پوهنوال لیلما شریفي یما د علمي آثارو د خپراوي او معتبرو نړیوالو ژورنالونو د پېژندلو پر اړتیا او اهمیت خبرې وکړې. ورپسې دغه سیمینار ښاغلي پوهنوال همایون غفوري، ښاغلي پوهنیار نجیب‌الله بېګزاد او آغلې پوهنیار نرګس ستانکزۍ د آسان‌چارو په توګه پر مخ یووړ او پر لاندې مسایلو یې بحثونه وکړل:

۱- د معتبرو ژورنالونو ځانګړنې.

۲- د نامعتبرو ژورنالونو پېژندنه.

۳- د ژورنال ټاکنه.

۴- د نامعتبرو ژورنالونو ځانګړنې.

۵- د ګډونوالو بحث او نظرونه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
Background image

اداري شورا؛ د روان کال ساختماني پروژو او اداري سیستم د تنظیم اړوند بحث وشو! 

یکشنبه، ١١/١٠/۱۴۴۷ ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند امریتونو سره میاشتنۍ نوبتي اداري ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال او اړونده امرینو په ګډون کې. . .

BACK TO NEWS