په علمي کادر کې د شامېلدو لپاره عربي آزموینه

keu_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۶ - ۸:۲۱
klkl;

د لوګر لوړو زده کړو موسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي د اسلامي ثقافت څانګې لپاره د دریو کادري د بستونو د اړتیا او اعلان پر اساس، د ۱۳۹۹ کال دوشنبې ورځ د وږي په ۱۰مه ، چې مخکې د پوهنتون ویب پاڼې او د لوړو زده کړو وزارت له لارې اعلان شوی و،9 تنه د شرایط وړ ماسټر نوماندان، د علمي کادرغړو جذب لایحه مطابق شارت لست شول. د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د مرستیال پوهاند ښاغلي محمد زبیر عمري او د اسلامي زده کړو رییس پوهنیار ښاغلي سید هاشم امین، د لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس پوهنمل ښاغلي محمد سردار احمد او تاکل شوي کتنپلاوې په شتون کې له دوي څخه آزموینه واخیستل شوه، د کاندیدانو بهرنۍ ژبې آزموینه په  ښه توګه تر سره شوه او پایلې یی هم اعلان شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
Background image

اداري شورا؛ د روان کال ساختماني پروژو او اداري سیستم د تنظیم اړوند بحث وشو! 

یکشنبه، ١١/١٠/۱۴۴۷ ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند امریتونو سره میاشتنۍ نوبتي اداري ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال او اړونده امرینو په ګډون کې. . .

BACK TO NEWS