کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو لپاره د امیرالمؤمنین حفظه الله احکامو او فرامینو اړوند د دینی بصیرت او پوهاوي علمي لړۍ رسماً پیل شوه!

hamid
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۵۴
یبسییبس

یکشنبې ورځ د ٢٨/٧/١٤٤٧ هـــ.ق. چې له ٢٨/١٠/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو لپاره د علمي، فکري او دینی مسؤلیتونو د پیاوړتیا په موخه، د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرامینو او احکامو اړوند د دینی درسونو لړۍ پیل شوه، چې موخه یې د استادانو د دینی پوهاوي لوړول، د اسلامي نظام د اصولو روښانه کول او د مشرتابه د شرعي مسؤلیتونو په اړه سالم فکري درک رامنځته کول دي.

یاده لړۍ د استادانو په پراخ ګډون د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي مولوي عبدالحکیم "حمدي" لخوا پیل شوه، نوموړي په خپل علمي، پندیز او هر اړخیز بیان کې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د صفاتو، ځانګړنو او د اسلامي مشرتابه د اساسي اصولو په اړه ژور او ارزښتمن معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل. ښاغلي "حمدي" صاحب د تدریس پر مهال د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د عدالت‌محور مشرتابه، تقوا، د امت خیر غوښتنې، د شریعت تطبیق ته ژمنتیا، مشورو ته ژمنتوب، د علماوو درناوی او د ملت پر وړاندې د مسؤولیت احساس په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې، همدارنګه ټینګار یې وکړ چې د اسلامي نظام بقا او ثبات د همدې صفاتو په پیاوړتیا پورې تړلی دی. ښاغلي رئیس صاحب وویل: د امیرالمؤمنین اطاعت په اصل کې د شریعت اطاعت دی، او د نظام ټینګښت هغه مهال ممکن دی، چې ټول مسؤلین، استادان او کارکوونکي خپل دینی او اداري مسؤلیتونه په اخلاص او صداقت سره ترسره کړي. 

د یادونې وړ ده، چې یاده دینی لړۍ به اوونۍ کې دوه ورځې د یکشنبې او سې شنبې ورځو کې په مسلسله توګه ترسره کیږي او د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو او احکامو اړوند به هراړخیز معلومات د پوهنتون له استادنو سره شریک شي.
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۵:۳۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د طبیعي علومو پوهنځي د استادانو او کارمندانو له علمي، څېړنیزو او اداري فعالیتونو څخه د منندویۍ غونډه ترسره شوه!

دوشنبې ورځ د ٢٩/١٠/١٤٠٤ ه.ش چې له ٢٩/٧/١٤٤٧ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د طبیعي علومو پوهنځي د استادانو او کارمندانو له علمي، څېړنیزو او اداري فعالیتونو څخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۳:۳۵
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غونډه ترسره شوه!

دوشنبې ورځ د ٢٩/١٠/١٤٠٤ ه.ش چې له ٢٩/٧/١٤٤٧ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، پوهنځیو رئیسانو او علمي شورا غړو په ګډون. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۵۴
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو لپاره د امیرالمؤمنین حفظه الله احکامو او فرامینو اړوند د دینی بصیرت او پوهاوي علمي لړۍ رسماً پیل شوه!

یکشنبې ورځ د ٢٨/٧/١٤٤٧ هـــ.ق. چې له ٢٨/١٠/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو لپاره د علمي، فکري او دینی مسؤلیتونو د پیاوړتیا په موخه، د امیرالمؤمنین حفظه. . .

BACK TO NEWS