د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته د دیني -اصلاحي درسونو لړۍ په جریان کې "عبادات په اسلام کې" سرلیک لاندې موضوع تدریس شوه!

keu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲ - ۱۷:۳۱
4414
دوشنبې ورځ د ٣١/٢/١٤٠٣ ه.ش چې له ١٢/١١/۱۴۴۵ ه.ق نېټې سره سمون لري د پوهنتون د رهبری او دعوت او ارشاد څانګې په همغږۍ چې محصلینو ته کوم دیني-اصلاحي درسونه پیل شوي دي، د یادو درسونو په جریان کې "عبادات په اسلام کې" تر سرلیک لاندې موضوع د شیخ الحدیث مولوی سید بشیر آغا "هاشمي" له لوري د یاد پوهنتون محصلینو ته تدریس شوه.
ښاغلي "هاشمي" د تدریس په جریان کې محصلینو ته د اسلام له نظره د عباداتو ارزښت، د عباداتو ډولونو او د الله تعالی ته د عبادت کوونکونکو بندګانو مرتبو اړوند ارزښمندې خبرې وکړې.
د یادونې وړ ده چې د تدریس په پای کې ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا"هاشمي" د محصلینو سوالونو ته قانع کوونکي ځوابونه ورکړل.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۵:۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ په تالار کې د اسلامي علومو پوهنځي استادانو لپاره" د اسلامي علومو نړیوال او ملي ژورنالونو څخه د ګټه اخیستنې" ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ ښوونیز-لارښودي ورکشاپ دایر شو!

دوشنبې ورځ ١٣/٤/۱۴۴۷ هــ ق چې له ١٤/٧/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د څېړنو او علمي مجلو معاونیت لخوا د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ په تالار کې د اسلامي علومو پوهنځي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۰:۲۵
Background image

ورځنی حدیث او نېټه

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۰:۴۴
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس له هغو استادانو سره چې له بېلابېلو ولایتونو راغلي او پوهنتون کې لیلې ژوند لري، غونډه ترسره کړه!

چهارشنبې ورځ د ١٤٠٤/٦/٢٦ه.ش چې له ١٤٤٧/٣/٢٤ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیرآغا"هاشمي" له هغو استادانو سره ځانګړې غونډه وکړه چې له. . .

BACK TO NEWS