کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د دیني -اصلاحي درسونو لړۍ په نورمال ډول جریان لري!

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو د دیني - اصلاحي درسونو لړۍ ، چې د لوړو زده کړو وزارت، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبرۍ، د یاد پوهنتون د دعوت او ارشاد څانګې په همغږۍ سره پیل شوي دي په نورمال ډول جریان لري.
دوشنبې ورځ د 24/7/1402ه.ش چې له 30/3/1445ه.ق نېټې سره سمون لري د یادو درسونو په جریان کې د (د اسلام مبارک دین توپیر له نورو ادیانو سره) تر سرلیک لاندې موضوع د شیخ الحدیث مولوی شاکرالله"وحدت" له لوري د نوموړي پوهنتون محصلینو ته تدریس شوه.
ښاغلي "وحدت" د تدریس په جریان کې محصلینو ته د اسلام دین ظهور، د تاریخ په اوږدو کې د اسلام دین وقار او عزت، د نورو ادیانو منسوخېدل د اسلامي تاریخ ویاړونو او داسې نورو موضوګانو اړوند ارزښمندې خبرې وکړې.