د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د 1402 هــ ش کال د دولسم ټولګیو له فارغانو څخه د کانکور آزموینه واخېستل شوه !

جمعې ورځ د 1445/1/31 هـ ق چې له 1402/5/27 هــ ش نېټې سره برابره ده، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د کانکور آزموینې یوه ورځینۍ لړۍ په پوره شفافیت او ډاډ منه فضاء کې پای ته ورسېده.
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبرۍ، او د آزموینو ملي ادارې څخه راغلي پلاوي د آزموینې له صحنې څخه له نیږدې لیدنه وکړه د آزموینې ټولو ګډونوالو ته یې د دې پروسې د شفافیت، امانتدارۍ، نظم او ډسپلین په اړه ډاډ ورکړ.
د پوهنتون رهبرۍ ټولو استادانو ته د آزموینې اړوند اړینې سپارښتنې وکړې او د آزموینو ملي ادارې پلاوي ته یې د ازموينې د پوره روڼتیا او امانت دارۍ اطمینان ورکړ.
د یادونې وړ ده چې په دې آزموینه کې په ټولیز ډول د آزموینو ملي ادارې د احصاییې پر بنسټ په یاد پوهنتون کې (3000) زره نارینه محصلینو ګډون درلود.