د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت د نشراتو ریاست او د مرکزي پوهنتونونو د نشراتو له امرینو سره د نشراتو د پیاوړتیا او معیاري کولو په موخه ناسته وکړه.

keu_admin
شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۲ - ۱۵:۲۳
666

 

په دغه ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني وویل چې کره اطلاعاتو ته لاسرسی د هر افغان حق دی او د لوړو زده کړو وزارت اړوند د نشراتو مسؤلان مکلف دي، چې دقیق او په وخت سره د دغه وزارت اړوند اطلاعات تر هېوادوالو پورې ورسوي.

د لوړو زده کړو زده کړو وزارت سرپرست، د نشراتو مسؤلانو ته سپارښتنه وکړه چې د مرکزي او ولایتي پوهنتونونو د نشراتو له مسؤلانو سره د نشراتو د معیاري کولو په برخه کې همکاري وکړي.

دغه راز نوموړي د نشراتو د لا ښه والي، معیاري کولو او په وخت سره خلکو ته د اطلاعاتو رسولو په برخه کې لازمې سپارښتنې وکړې.

د ناستې په پای کې د لوړو زده کړو وزارت د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو رئیس مدیرجان کوټوال د نشراتو ریاست د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل .

یاده دې وي چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني وخت نا وخت د کارونو د لا ښه والي په موخه د دې وزارت او اړوندو پوهنتونونو له مسوولینو سره ورته ناستې ترسره کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
Background image

اداري شورا؛ د روان کال ساختماني پروژو او اداري سیستم د تنظیم اړوند بحث وشو! 

یکشنبه، ١١/١٠/۱۴۴۷ ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند امریتونو سره میاشتنۍ نوبتي اداري ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال او اړونده امرینو په ګډون کې. . .

BACK TO NEWS