کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته " د رواني- ټولنیز ملاتړ" ترسرلیک لاندې ورکشاپ دایر شو! 

hamid
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۴:۲۴
6عتغبزلغسطثقا

 شنبې د ١٢/٨/١٤٤٧ ه.ق
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د مشاورې مرکز له لوري د اراوپوهنې پوهنځي په همغږۍ محصلینو لپاره" د رواني- ټولنیز ملاتړ" تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي-ښوونیز ورکشاپ وړاندې شو.

 ورکشاپ د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره د محصلانو چارو مرستیال، ارواپوهنې پوهنځي رئیس، استادانو، کارمندانو او محصلینو په ګډون پیل شوه.

 د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي مولوي رحمان ګل"وثیق" په خپلو خبرو کې له مسؤولینو او استادانو څخه مننه وکړه چې یاد ورکشاپ یې دایر کړ او محصلینو ته یې د ورکشاپ ارزښت اړوند هراړخیزې خبرې وکړې. زیاته یې کړه:  د محصلینو رواني سلامتيا د علمي پرمختګ ترڅنګ، بنسټیز اهمیت لري او پوهنتون ژمن دی چې په دې برخه کې دوامدارې هڅې ترسره کړي.

همدارنګه، د ارواپوهنې پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنیار سیدبدرالدین"نصرت" وینا وکړه اږ د دې ډول پروګرامونو پر ارزښت یې هراړخیزې خبرې وکړې.

یاد ورکشاپ د ارواپوهنې پوهنځي محصل ښاغلي علي رضا"احمدي" لخوا وړاندې شو او له ګډونوالو سره د رواني فشارونو، ذهني سلامتۍ، ټولنیزو اړیکو، ستونزو مدیریت، مثبت فکر او د زده‌کړو پر مهال د رواني تعادل ساتلو اړوند هراړخیز معلومات شریک شول.

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100086601634771&mibextid=ZbWKwL

ویب‌سایت:
Keu.edu.af

یوتیوب:
https://youtube.com/@kabuleducationuniversityuser44?


وتساپ گروپ:
https://chat.whatsapp.com/
LsFPrU2PDeS6jqF1m0XMDq

صفحه رسمي ژورنال‌های پوهنتون
https://www.facebook.com/profile.php?id=61577701660030

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی ښوونیز- لارښودي ورکشاپ وړاندې شو!

 پنجشنبه، ۱۴۴۷،۹،۲ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو ته “د مقدمې لیکلو تګلاره: مسالې طرحه، هدف، اهمیت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۴:۲۰
Background image

ځواب او جایزه

سلسه علمی، آموزشی و تشویقی پوهنتون تعلیم و تربیه کابل

در این سلسله سوال مطرح می‌گردد و برای شخص که نخستین پاسخ درست دهد، جایزه داده می‌شود. 

به‌زودی…ان‌شاء الله
 از صفحات اجتماعی ما👇
. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۲:۲۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژمني تقویتي کورسونو دایرونکي استادان، کارمندان او مخکښ محصلین وستایل!

٢٨/٨/١٤٤٧، دوشنبه
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ژمني تقویتي کورسونو دایرونکو استادانو، د روان کال خزاني سمسټر ازموینې کمېټې غړو، تدریسي مدیرانو او مخکښو محصلینو د ستاینې غونډه د لوړو. . .

BACK TO NEWS