کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاونیت لخوا د اولو ټولګیو (٦٠) تنو محصلینو ته "د وخت مدیریت او برنامې جوړونې" ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ علمي-ښوونیز سیمینار وړاندې شو!

hamid
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۰:۲۹
S8F9DG6F8

سې شنبې ورځ د ٢٤/١٠/١٤٤٦ ه.ق چې له ٢/٢/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاونیت د مشاورې مرکز لخوا د اولو ټولګیو(٦٠)تنو محصلینو ته " د وخت مدیریت او برنامې جوړونې" ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ علمي-ښوونیز سیمینار وړاندې شو.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په یاده غونډه کې د پوهنتون محصلانو چارو مرستیال، اداري آمرینو، کارمندانو او محصلینو ګډون درلود.

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو مرستیال ښاغلي مولوي رحمان ګل "وثیق" په خپلو خبرو کې له مسؤولینو څخه چې یاد سیمینار ته یې زمینه برابره کړې، منندویې وکړه، او د وخت ارزښت، له وخت څخه په ګټه اخیستنې د درسونو مخته وړلو، د انسان په ژوند کې د اسلام له نظره د وخت ارزښت او له سیمینار څخه د ګټې اخیستنې اړوند ګډوونکونکو ته اړینې سپارېښتنې وکړې.

وروسته، د محصلانو خدماتو چارو آمر ښاغلي انجینر خان آغا"خبیب" په خپلو خبرو کې د وخت مدیریت او په اداري او تخنیکي چارو کې د پلان جوړونې اړوند هراړخیزې خبرې وکړې.

یاد سیمینار د مشاورې مرکز مسؤولینو لخوا محصلینو ته وړاندې شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی ښوونیز- لارښودي ورکشاپ وړاندې شو!

 پنجشنبه، ۱۴۴۷،۹،۲ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو ته “د مقدمې لیکلو تګلاره: مسالې طرحه، هدف، اهمیت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۴:۲۰
Background image

ځواب او جایزه

سلسه علمی، آموزشی و تشویقی پوهنتون تعلیم و تربیه کابل

در این سلسله سوال مطرح می‌گردد و برای شخص که نخستین پاسخ درست دهد، جایزه داده می‌شود. 

به‌زودی…ان‌شاء الله
 از صفحات اجتماعی ما👇
. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۲:۲۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژمني تقویتي کورسونو دایرونکي استادان، کارمندان او مخکښ محصلین وستایل!

٢٨/٨/١٤٤٧، دوشنبه
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ژمني تقویتي کورسونو دایرونکو استادانو، د روان کال خزاني سمسټر ازموینې کمېټې غړو، تدریسي مدیرانو او مخکښو محصلینو د ستاینې غونډه د لوړو. . .

BACK TO NEWS