کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د برېښنایې زده کړو کمېټې له غړو سره غونډه ترسره شوه!
یکشنبې ورځ د ٢١/٧/١٤٤٧ هـــ.ق. چې له ٢١/١٠/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د برېښنایې زده کړو کمېټې له غړو سره غونډه د علمي چارو مرستیال او د یادې کمېټې غړو په ګډون ترسره شوه.
یاده غونډه د د ښوونیزو کورسونو د ثبت، تنظیم او د برېښنایي چارو د لا ښه والي په موخه د ورکشاپونو او سیمینارونو دایرولو اړوند ترسره شوه.
غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په پیل کې، د پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي مولوي احسان الله "ناصح" د غونډې ګډونوالو ته د پیل وینا وکړه او د برېښنایي زده کړو ارزښت اړوند یې هراړخیزې خبرې وکړې، زیاته یې کړه: برېښنایي سیسټمونه د وخت اړتیا ده او زموږ مسؤلیت دی چې دا سیسټمونه په مسلکي، شفاف او باوري ډول پرمخ یوسو. د ښوونیزو کورسونو د ثبت بهیر باید داسې وي چې هر ګډونوال پکې ځان خوندي، باوري او راضي احساس کړي او د کمېټې له غړو یې وغوښتل چې خپل کارونه لا منظم کړي، د ستونزو د حل لپاره پر وخت اقدام وکړي او د نوښت او همغږۍ له لارې د ادارې برېښنایي چارې لا پیاوړې کړي.
د غونډې په جریان کې د ګډونوالو لخوا پر مختلفو موضوعاتو بحث او خبرې وشوې، چې د یادو موضوعاتو ستونزو حل اړوند لازمې پرېکړې وشوې.
په آخر کې غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.
