کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري شورا غونډه ترسره شوه.

دوشنبې ورځ د ١٥/٨/١٤٠٢ه.ش چې له ٢١/٤/١٤٤٥ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او استادانو په ګډون ترسره شوه.
غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په پیل کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوی سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې اداري شورا غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ شورا د پرېکړو اړوند اړین معلومات ورکړل.
همدارنګه د پوهنتون اداري شورا غړو د لاندې موضوګانو اړوند بحث او خبرې وکړې:
د تېرې اوونۍ اداري شورا پرېکړو ته بیا کتنه، د پوهنتون عمومي تالار لپاره د اړینو وسایلو خریداري، عمومي کتابتون او د پوهنځیو کتابتونو لپاره د کتابونو اخیستل، د نوي سمسټر د زده کړو پیل او د نوي سمسټر لپاره د شیوخو د تدریسي چارو تنظیمولو په پار بحث او خبرې وشوې.
غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.