د Yunus Emre انسټیټوټ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصلینو ته کلتوري-معنوي سیمینار وړاندې کړ!

چهارشنبې ورځ د 22/1/1445هــ.ق چې له 17/5/1402هــ.ش نېټې سره سمون لري د Yunus Emre انسټیټوټ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصلینو ته د "ریښتنوالي" تر سرلیک لاندې کلتوري- معنوي سیمینار وړاندې کړ.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په یاده غونډه کې د پوهنتون علمي او محصلانو چارو مرستیالانو، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس، استادانو، کارمندانو، د یونیس ایمره رئیس “ګونګور” ور سره مل پلاوي او محصلینو ګډون درلود.
په لومړي سر کې د یاد انسټیټوټ رئیس ښاغلي حسین "ګونګور" په خپلو خبرو کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له رهبرۍ څخه یاد سیمینار ته د زمینې برابرولو په پار مننه وکړه او زیاته یې کړه چې، یاد انسټیټوټ د افغانستان په څلورو پوهنتونو او آسیایي هېوادونو کې کلتوري فعالیتونه لري.
د ترکي ژبې په برخه کې کورسونه رامنځته کوي او هغه محصلان چې له ترکي ژبې سره بلدتیا لري بې له دې چې یو کال د ترکي ژبې کورس ووایي کولای شي، چې د ترکیې هېواد هر پوهنتون ته د زده کړو لپاره نوم لیکنه وکړي.
وروسته د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي دوکتور پوهاند جمشېدخان "رشیدي" په خپلو خبرو کې وویل چې، یاد انسټیټوټ تل د کابل ښوونې او روزنې له پوهنتون سره همکار پاتې شوی د کتابونو او کتابتون په جوړولو کې یې له پوهنتون سره همکاري کړې او له محصلینو یې وغوښتل چې له یاد سیمینار څخه پوره ګټه واخلي.
یاد سیمینار د "ریښتینوالي" سرلیک لاندې د استاد حفیظ الله “قرباني” له لوري وړاندې شو، په اخر کې مجلس د ډالیو پر ورکړې او دعایې په ویلو سره پای ته ورسېد.