د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د فامیلیانو بلاکونو ته د ١.٤ میلیونه افغانیو په لګښت ځانګړۍ د برق مېتر وصل او ګټه اخیستنې ته وسپارل شو!

دوشنبې ورځ د ٨/١١/١٤٠٣ ه.ش چې له ٢٦/٧/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، معاونینو او اداري آمرینو په حضور کې د فامیلیانو بلاکونو ته د ١.٤ میلیونه افغانیو په لګښت ځانګړۍ د برق مېتر وصل او ګټه اخیستنې ته وسپارل شو.
لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې د د یادې پروژې کارونو په بشپړېدو خوښي څرګنده کړه، زیاته یې کړه: د خوښی ځای دی چې د پوهنتون فامیلیانو بلاکونو ته ځانګړۍ د برق مېتر وصل شو او د بلاکونو د برق ستونزې تر ډېره حل شوې، همدارنګه یې مسؤولینو ته په وینا کې وویل: کوښښ وکړئ چې د روان کال پیل شوې نورې پروژې هم ستاسو په نه سټري کېدوونکو خدمتونو او د الله تعالی په مرستې سره بشپرې شي او ګټه اخیستنې ته وسپارل شي.
یاده پروژه چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت په کوښښ او د برېښنا شرکت په همکارۍ بشپړه شوه چې د پوهنتون بلاکونو اوسېدوونکو ته ډېرې آسانتیاوې منځ ته راغلي چې مخکې له دې څخه به یې یو کیلو واټ برق مصرف ١٣.٥ افغانۍ وو او اوس به یو کیلو واټ برق مصرف ٢.٥ افغانۍ لګښت ولري.