د کابل ښوونې او روزنې، وردګ پوهنتونو او لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې د علمي کادري بستونو مسلکي(تحریري) آزموینه واخېستل شوه!

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ارواپوهنې، نه لیدوونکو ښوونې او روزنې، انګلیسي، معلوماتي تکنالوژۍ، معلوماتي سیسټمونو، کمپیوټر زده کړو، کیمیا، چاپېریال ساتنې او زده کړیز مدیریت څانګو، وردګ پوهنتون، ریاضي څانګې او لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې، کیمیا څانګې د علمي کادري بستونو د مسلکي(تحریري) آزموینې اخیستلو بهیر د پنجشنبې ورځ ٩/٥/١٤٤٥ هــ.ق. چې له ٢/٩/١٤٠٢ ه.ش نېټې سره سمون لري د پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" علمي چارو مرستیال، پوهنځیو رئیسانو، د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او ترفیعاتو ریاست پلاوي او استادانو په حضور کې واخېستل شوه.
د پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا"هاشمي" د آزموینې له بهیر څخه د څارنې پرمهال د دې پروسې د شفافیت، امانتدارۍ، نظم او ډیسپلین په اړه ټولو حاضرینو ته ډاډ ورکړ، همدارنگه یې څرگنده کړه چې په پوهنتونونو کې د علمي کادرونو د ګمارنې معیار د نوماندانو وړتیا ته په کتو سره ترسره کیږي.