د ښوونې او روزنې (معارف) څانګې د لسمې دورې د فارغانو د تیزس د دفاع پای

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۳ - ۱۰:۳۸
ggg

د ښوونې او روزنې (معارف) څانګې د لسمې دورې د فارغانو د تیزسونو دفاع کولو محفل د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ میاشتې په ۱۴مه نېټه د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې په پوهنتون کې پیل شوي و د ۱۴۰۰ کال د چنګاش په ۲۰مه نېټه پای ته ورسېد. د دغه محفل په پرانیسته کې د پوهنتون رئیسې آغلې پوهنوال لیلما شریفي یما، د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشېدخان رشیدي، د فوق لېسانس پروګرامونو آمر ښاغلي پوهاند فضل‌الحق فضل د روزنیزو او مسلکي زده‌کړو د پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنوال عبدالواسع عظیمي، ژوري پلاوي او لارښودو استادانو ګډون کړی و او ویناوې یې وکړې. په دغه محفل کې د ښوونې او روزنې (معارف) څانګې پنځه‌ویشتو محصلانو له مهال‌وېش سره سم د لارښودو استادانو او څارندوی پلاوي په حضور کې د خپلو تیزسونو بریالۍ دفاع وکړه. هغه عنوانونه چې د ماسټرۍ بورډ د څېړنې لپاره محصلانو ته سپارلي وو، ډېر هراړخیز او د ښوونیز چاپېریال د اصلاح لپاره له ګټورې محتوا ډک وو چې تر څېړنې وروسته محصلانو ښې موندنې لرلې او په ښوونځیو کې یې د تدریس په طریقو، درسي مضامینو او ښوونیز نصاب کې د ستونزو ښې حل‌لارې موندلې وې. د یادونې ده چې پایلې او وړاندیزونه به وروسته اړوندو مراجعو ته ولېږل شي تر څو هغه ادارې د دغو څېړنو له پایلو څخه په هېواد کې د ښوونې او روزنې په لاره کې د پرتو خنډونو په لرې کولو کې کار واخلي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۵
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو لپاره ( د زده کړې ارواپوهنې له بنسټونو سره د بلدتیا) ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ ورکشاپ وړاندې شو!

سې شنبې ورځ ٣٠/٧/۱۴۴۷ هــ ق چې له ٣٠/١٠/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۳۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو لپاره د مشرتابه احکامو او فرامینو اړوند د دینی بصیرت او پوهاوي علمي لړۍ کې د امیر مقام او د امیر اطاعت موضوع تدریس شوه!

سې شنبې ورځ د ٣٠/٧/١٤٤٧ هـــ.ق. چې له ٣٠/١٠/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو لپاره د علمي، فکري او دینی مسؤلیتونو د پیاوړتیا په موخه، د مشرتابه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۲۵
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند نصاب مرکزي کمېټې له غړو سره ناسته وشوه!

سې شنبې ورځ د ٣٠/١٠/١٤٠٤ ه.ش چې له ٣٠/٧/١٤٤٧ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند نصاب مرکزي کمېټې له غړو سره ناسته وشوه!

 یاده غونډه کې د. . .

BACK TO NEWS