د افغانستان ښوونیزو او لوړو زده کړو پیاوړتیا ملي کنفرانس ستاینغونډه ترسره شوه!

چهارشنبې ورځ ١٧/٨/۱۴۴۵ ه.ق چې له ٩/١٢/١٤٠٢ ه.ش نېټې سره سمون لري د افغانستان ښوونیزو او لوړو زده کړو پیاوړتیا ملي کنفرانس ستاینغونډه د لوړو زده کړو وزارت تألیف، تحقیق او ترجمې رئیس، پوهنې وزارت تألیف، تحقیق او ترجمې رئیس، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، لوړو زده کړو وزارت د نشراتو آمر او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو، استادانو او کارمندانو په ګډون پیل شوه.
ستاینغونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو.
لومړی، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د ملي کنفرانس په بریالی توګه پای ته رسېدو اړوند د خوښي ترڅنګ د لوړو زده کړو وزارت مسؤولینو، پوهنې وزارت مسؤولینو او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مسؤولینو څخه مننه وکړه چې یاد کنفرانس کې یې زیار ایستی وو، زیاته یې کړه: د دې ستاینلیکونو په ورکړې سره له ټولو مننه کوو او په چارو کې ورته د الله ج له دربار څخه د بریالیتوب هیله کوو.
وروسته، د پوهنې وزارت د تحقیقاتو رئیس ښاغلي دوکتور محمد عمر "دورانزي" د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له رهبرۍ څخه مننه وکړه، چې یاد ملي کنفرانس یې دایر کړ، او په بریالیتوب سره پای ته ورسېده، همدارنګه یې د لوړو زده کړو وزارت او پوهنې وزارت د دوه اړخیزو همکاریو اړوند اړینې خبرې وکړې.
د یادولو وړ ده چې غونډه د ستاینلیکونو په ورکړې سره پای ته ورسېد.