۱۴۰۰کال، د غویي ۲۲مه، لوړو زده کړو وزارت

keu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱ - ۸:۳۳
gdff

د ملي قابلیتونو تثبیت د تحصیلي اسنادو د هویت پېژندنې او په نړیواله کچه د عالي تحصیلي بنسټونو د باور لامل ګرځي.

دغه ټکی د لوړو زده کړو زدکړیالانو چارو معین پوهندوی سید فرهاد شهید زاده د افغانستان لوړو زده کړو د ملي قابلیتونو پېژندنې چارچوب په اړه د نظر تبادلې بحث یو ورځني ورکشاپ په پرانیستغونډه کې بیان کړ.

په دغه یوه ورځني ورکشاپ کې د هېواد له ۱۲ پوهنتونونو څخه د ملي قابلیتونو او نصاب څانګپوه استادانو، د ملي قابلیتونو پېژندنې په اړه د بحث لپاره ګډون کړی وو.

د لوړو زده کړو د زدکړیالانو چارو معین د ملي قابلیتونو پېژندنې چوکاټ په اړه د تخصصي نظرونو وړاندې کولو، سټنډرډ کولو او له نړیوالو معیارونو سره یې همغږي کول یوه جدي اړتیا وبلله او د هغه موخه یې د ملي قابلیتونو پېژندنه او په ملي او نړیواله کچه پرتله کول، د کیفیت لوړول یې، د پایلې پر بنسټ د روزنیز نظام پرمختګ د هغه کرېډېټ ته په کتو او همدارنګه په هېواد کې دننه او بهر ته یې لېږل وبلل.

د زدکړیالانو چارو معین وویل، چې د صنعت، اقتصاد، تخنیک، د کار بازار او روزنیز سیسټم تر منځ اړیکې او په کور دننه د ملي قابلیتونو نومونې ته پام او همغږي د لوړو زده کړو او تخصصي زده کړو د پرمختګ لامل ګرځي. دغه راز له هېواد څخه بهر د افغانستان د لوړو زده کړو بنسټونو فارغان د خپلې خوښې څانګه کې له ځنډ او کمښت پرته منل کېږي.

د شهید زاده په وینا څوک چې په افغانستان کې د MD، کانونو، کرنې او نورو برخو کې زده کړې کوي، باید له هېواد څخه بهر هم په همدغه برخه کې له راکمېدو او ملاحظاتو پرته ونیول شي.

د لوړو زده کړو د زدکړیالانو چارو معین پوهندوی سید فرهاد شهید زاده وویل چې د قابلیتونو د پېژندنې چوکاټ، د قابلیتونو پېژندنې بورډ او لوړو زده کړو مقام مشرتابه له تایید وروسته به د تصویب لپاره د جمهوري اسلامي افغانستان کابینې ته وړاندې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۸
Background image

معیاري کتابتون؛ د علمي څېړنو اړتیا! -ښوونیز ورکشاپ

 دوشنبه- ١٤٤٧،١١،١٠ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، څېړنو او علمي مجلو معاونیت اړوند عمومي کتابتون امریت له لوري د نهه ګوني پوهنځیو کتابتونونو مسؤلینو ته "د معیاري کتابتون پېژندنه،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۳
Background image

مولوي عبدالحکیم حمدي؛ معیاري نصاب د تحصیلي بنسټونو د ملا تیر جوړوي! 

یکشنبه- ١٤٤٧،١١،٩ هـ.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند، استادانو د مسلکي پراختیا امریت له لوري استادانو ته “ د تحصیلي نصاب پراختیا او بیا کتنې" تر سرلیک لاندې یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په کوربه توب د جهان خصوصی پوهنتون له لوري «د افغانستان د دوامدار پرمختیا لپاره له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې» تر عنوان لاندې دوه ورځنی داخلي کنفرانس پیل شو. 

په دې دوه ورځني کنفرانس کې چې د لوړو زده کړو او مخابرات او معلوماتي تکنالوژۍ وزارتونو مقاماتو، د بېلابېلو ادارو استازو، څېړونکو او د امارتي او خصوصي لوړو زده‌کړو بنسټونو د استادانو په. . .

BACK TO NEWS