د کابل ښوونې او روزنې، پروان او وردگ پوهنتونونو کادري بستونو نوماندانو څخه د نړیوالې (انگلیسي) ژبې آزموینه واخیستل شوه!

keu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۷ - ۱۴:۲۸
98877

یکشنبې ورځ ۲۵/۴/۱۴۰۲ هــــ.ش چې له ۲۷/۱۲/۱۴۴۴ هــ ق. نېټې سره سمون لري، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د عمومي ښوونې او روزنې او معلوماتي تکنالوژۍ څانګو(نارینه)، د پروان پوهنتون ریاضي او کیمیا څانګو (نارینه) او وردګ پوهنتون د ریاضي څانګې (نارینه) کادري بستونو نوماندانو څخه د نړیوالې (انگلیسي) ژبې آزموینه د یاد پوهنتون معلوماتي تکنالوژۍ څانګې اړوند آی سي ټي (ICT) مرکز کې واخیستل شوه.

په پیل کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس ښاغلي پوهاند نورمحمد “احمدزي“ د آزموینې په څرنګوالي خبرې وکړې د استادانو او څارنې کمېټې څخه یې وغوښتل تر څو د آزموینې بهیر په عادلانه ډول پرمخ یوسي او په دې بهیر کې روڼتیا او امانت په پام کې ونیسي.

همدارنګه، د پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د انگلیسي څانګې آمر پوهاند عبدالجلیل “کهدستاني“ هم د آزموینې له شفافیت، امانت دارۍ او نظم ټولو ګډونوالو ته ډاډ ورکړ.

ورپسې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ څانګې آمر ښاغلي محمدمنصور “واحدي” د آزموینې او سیسټم په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې: “ آزموینه په شفاف ډول د (Online Exam System (OES)) له لارې اخیستل کېږي، نوموړی سیسټم پرته له کوم جعل او لاس وهنې خوندي دی او د آزموینې له پای ته رسېدو سره بې له کوم ځنډ پایلې اعلانوي، استادان، د آزموینې هئیت او ګډونوال نوماندان کولای شي په یو وخت او یو ځای د آزموینې پایلې د کمپیوټر پر مخ وګوري.

ورپسې د معلوماتي تکنالوژۍ څانګې تخنیکي ټيم په لارښوونه د امتحان اخیستلو لړۍ رسمأ پیل شوه.

د یادونې وړ ده چې د (۶۷) شارت لېست شوو نوماندانو له ډلې د بین المللي (انګليسی) ژبې آزموینه کې (۲۹) نوماندان بریالي شول او د بریالیو نوماندانو مسلکي (تحریري) آزموینه به د راتلونکې سې شنبې ورځ ۳/۵/۱۴۰۲هـــ.ش چې د ۶/۱/۱۴۴۵هــ.ق نېټې سره سمون لري د سهار په (۹) بجو د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو معاونیت کې اخیستل کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۲۵
Background image

محصلینو له استازو سره ناسته؛ محصل د پوهنتون د مرکزي هستې حیثیت لري! 

سه شنبه۱۴۴۷،۱۰،۱۳ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو مرستیال د یاد پوهنتون لیسانس برنامې اړوند ټولګیو له استازو سره د همغږۍ، ورکشاپونو او سمینارونو ته د محصلینو را جذبولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۴۴
Background image

علمي شورا؛ تدریسي بهیر دې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د تأیید شوي نصاب سره سم مخته لاړ شي

 

دوشنبه، ٢٨/٩/١٤٤٧ 
د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او علمي شورا غړو په ګډون ترسره شوه، چې پکې د تائید شوي تدریسي نصاب د تطبیق،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
Background image

اداري شورا؛ د روان کال ساختماني پروژو او اداري سیستم د تنظیم اړوند بحث وشو! 

یکشنبه، ١١/١٠/۱۴۴۷ ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند امریتونو سره میاشتنۍ نوبتي اداري ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال او اړونده امرینو په ګډون کې. . .

BACK TO NEWS