د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د قرآنکریم د نزول د قدرانۍ په پار غونډه ترسره کړه!

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۰ - ۹:۵۴
677

یکشنبې ورځ د ۲۸/۱/۱۴۰۲ هـــ.ق.نېټه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د قرآنکریم د نزول د قدردانۍ په پار د پوهنتون په عمومي تالار کې غونډه ترسره کړه.

په یاده غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین ښاغلي مفتي طاهر “احمد” د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي شیخ شاکرالله ‘وحدت” او ورسره پلاوي، د پوهنتون معاونینو، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو، د اداري څانګې آمرینو، کارکوونکو او محصلینو ګډون درلود.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

لمړی د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي شیخ شاکرالله وحدت په خپلو خبرو کې د پوهنتون له رهبرۍ څخه د داسې محفلونو د جوړولو د منندویۍ ترڅنګ د قرآنکریم د شان نزول او د روژې مبارکې میاشتې په فویوضاتو خبرې وکړې، زیاته یې کړه چې هر مؤمن مسلمان چې د الله ﷻ په دین استوار او په نبوي سنتو ځان برابر کړي الله تعالی به یې په ټولو دنیوي او اخروي چارو کې بریالی کړي.

ور پسې د محصلانو چارو معین ښاغلي مفتي طاهر “احمد” په خپلو خبرو کې وویل: خوښ یم چې په داسې محفل کې ګډون کوم چې د قرآنکریم، اسلام او دین درناوي په پار ديني او کادري څهرې را غونډې شوې او د ورورولۍ په فضا کې ټولې ورځنۍ چارې پرمخ بیایي، نوموړي زیاته کړه چې د زده کړو ترڅنګ اسلامي اخلاق د یو مومن انسان دیني او اسلامي وجیبه ده او هر مومن مسلمان باید د اسلام د دین په چوکاټ کې خپل ولس او هېواد ته د خدمت جوګه وګرځي.

د غونډې په وروستیو شېبو کې د پوهنتون د اسلامي علومو پوهنځي رئیس ښاغلي شیخ مولوي عبدالاحد جواد “غزنوي” په خپلو خبرو کې په ځوان زده کړیز نسل غږ وکړ چې تاسې د هېواد راتلونکي ستوري یاستئ، خپلو زده کړو ته دوام ورکړئ او د هېواد رښتيني اتلان شئ.

په اخر کې غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۲۵
Background image

محصلینو له استازو سره ناسته؛ محصل د پوهنتون د مرکزي هستې حیثیت لري! 

سه شنبه۱۴۴۷،۱۰،۱۳ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو مرستیال د یاد پوهنتون لیسانس برنامې اړوند ټولګیو له استازو سره د همغږۍ، ورکشاپونو او سمینارونو ته د محصلینو را جذبولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۴۴
Background image

علمي شورا؛ تدریسي بهیر دې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د تأیید شوي نصاب سره سم مخته لاړ شي

 

دوشنبه، ٢٨/٩/١٤٤٧ 
د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او علمي شورا غړو په ګډون ترسره شوه، چې پکې د تائید شوي تدریسي نصاب د تطبیق،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
Background image

اداري شورا؛ د روان کال ساختماني پروژو او اداري سیستم د تنظیم اړوند بحث وشو! 

یکشنبه، ١١/١٠/۱۴۴۷ ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند امریتونو سره میاشتنۍ نوبتي اداري ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال او اړونده امرینو په ګډون کې. . .

BACK TO NEWS