د سولې پنځه ورځنې ورکشاپ پای ته ورسېده ‌‌‌‌‌‌‌‌

keu_admin
Wed, Dec 16 2020 10:12 AM
ddff

د شهید استاد ربانی ښوونې او روزنې پوهنتون د بېلابېلو څانګو محصلينو ته د پوهنتون د سولې مرکز له لوري پنځه ورځنې ورکشاپ چې د سولې او شخړو حل په برخه کې په لاره اچول شوی ؤ د ۱۳۹۹ کال د پنجشنبې ورځ د لیندۍ په ۲۰مه، پای ته ورسېده. د غونډې په پیل کې د محصلانو چارو مرستيالې آغلې پوهندوی ذکيه ظاهر شريفيان، د خپلو ویناو پرمهال، ياد ورکشاپ یې د محصلانو د ظرفيت لوړونې لپاره مهم وباله، ورپسې د کمپيوټر ساينس پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنوال قربانعلی فروغ، د سولې مرکز څخه غوښتنه وکړه چې د سولې په پروګرامونو کې د ټولو پوهنځيو محصلانو ته ونډه ورکول شي، وروسته ښاغلي ډاکټر عبدالحبیب خالد په خپله وينا کې وويل وروسته له هغې چې ما استادانو ته د سولې په برخه کې د ماسټر ټرينر په توګه ګډون وکړ او مطالعه مې وکړه نو د هېواد د تحصيلي نصاب په هکله زما آند بدل شو چې باید په نصاب کې د سولې مضمون ځای پرځای شي، ورپسې د ټولنیزو علومو پوهنځی استاد ښاغلي پوهنمل ډاکټر ذبيح الله اسدي، وويل چې د سولې مرکز د پوهنتون د ټولو محصلانو او استادانو لپاره د سولييزو زده کړو يو معياري ښوونځی دی چې بايد په اعظمي توګه ګټه ترې واخيستل شي، همدارنګه د ورکشاپ اخیستونکو استادانو په استازيتوب ښاغلي ډاکټر محمد داؤد سخنور د سولې ورکشاپونه د استادانو لپاره اړين وبلل او ټینګار يې وکړ چې ياد ورکشاپونه بايد لا زيات شي، همدارنګه د محصلانو په استازيتوب ښاغلي شاهد ځاځي غوښتنه وکړه چې ياد پروګرامونه پراخ شي او نورو محصلانو ته هم د سولې او شخړو د حل تاکتيکونه وښودل شي، د غونډې په پای کې ګډونوالو ته بريلیکونه وویشل شول.

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date


وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

BACK TO NEWS