کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته د امیرالمؤمنین حفظه‌الله ورعاه د ۱۷مې ګڼې فرمان تشریح او توضیح اړوند ورکشاپ ترسره شو! 

hamid2
Wed, Nov 04 2026 2:17 PM
tyretge54tertg54w45

 

چهارشنبه-٢٣،٥،١٤٤٨ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته د امیرالمؤمنین حفظه‌الله ورعاه د ۱۷مې ګڼې فرمان د پوهاوي، تشریح او تطبیق په موخه روزنیز او معلوماتي ورکشاپ ترسره شو، چې په ترڅ کې یې د یاد فرمان بېلابېل اړخونه ګډونوالو ته تشریح او توضیح شول.

د دې ورکشاپ اساسي موخه د امیرالمؤمنین حفظه‌الله ورعاه د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا، احکامو او اساسي موخو په اړه د پوهاوي لوړول او د عملي تطبیق په برخه کې د مسؤلیتونو روښانه کول وو.

د ورکشاپ په پیل کې، علمي مرستیال پوهنوال دوکتور مولوی عبدالواحد لیاقت د دې ورکشاپ پر ارزښت خبرې وکړې، زیاته یې کړه: د نافذه فرمانونو او لارښوونو په اړه بشپړ پوهاوی د مسؤلیتونو ترسره کولو او د چارو منظم پرمخ وړلو لپاره ځانګړی اهمیت لري د فرمانونو تشریح او توضیح باید یوازې تر نظري بحثونو محدوده پاتې نه شي، بلکې د اړوندو مادو مفهوم درک کول، په چارو کې د هغو په پام کې نیول او د مسؤلیتونو پر وخت یې په سمه توګه ترسره کول اړین دي.

د ورکشاپ په جریان کې د دوکتور عبدالقدوس مظهري له لوري د امیرالمؤمنین حفظه‌الله ورعاه د ۱۷مې ګڼې فرمان اړوند موضوعات تشرېح، د فرمان پر مهمو مادو، موخو او د تطبیق پر څرنګوالي یې بحث وکړ او استادانو ته یې د موضوع وضاحت په موخه لازم معلومات وړاندې کړل.

 د نشراتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date


وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

BACK TO NEWS