په کابل کې د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان ځانګړي استازي د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سره ناسته ترسره کړه.

keu_admin
6767

دغه ناسته چې د لوړو زده کړو وزارت د مقام دفتر د ناستو په تالار کې برابره شوې وه، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخوا، د دې وزارت ویاند مولوي خالقداد احمد تقي او د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالېسۍ او تقنین رئیس مفتي رضوان الله منیب او په کابل کې د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان ځانګړي استازي محمد سعید آل عیاش ګډون کړی وو.

په دغه ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د یاد استازي له راتګه مننه وکړه او د هېواد تحصیلي برخې د پیاوړتیا، د دولتي پوهنتونونو استادانو ته د معاش لوړوالي ، د محصلینو لپاره د جلا پوهنتونونو او ټرانسپورټ زمینې برابرولو، استادانو او محصلینو ته د سکالر شیپونو ورکړې، د اسلامي هېوادونو استادانو ته د راتګ او یا انلاین تدریس زمینې برابرولو، د هېواد په پوهنتونونو کې د عربي ژبې ډېپارټمنټونو جوړولو، د پوهنتونونو نېمګړو تعمیراتو چارو بشپړولو، له افغان نړیوال پوهنتون سره بېلابېلو برخو کې د مرستې، د څېړنیز مرکز جوړولو او دیني کتابونو ورکړې برخو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ورپسې په کابل کې د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان ځانګړي استازي محمد سعید آل عیاش په افغانستان کې د ا.ا.ا پر حاکمیت خوښي څرګنده کړه او د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له لوري د شریکو شویو غوښتنو په برخو کې یې د همکاري ډاډ څرګند کړ.

دغه راز نوموړي د لوړو زده کړو وزارت او یاد سازمان ترمنځ د ګډ پلاوي پر جوړېدو، د ستونزو لیست ، د دوکتورا لرونکو کادري استادانو شهرت لیست چمتو کولو او دوی ته سپارلو غوښتنه وکړه، چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر دوی ته ددې برخو تنظیمولو او ورسپارلو ژمنه وکړه.

د ناستې په وروستیو کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په غوښتنه یاد استازی د دیني جامعاتو او تخصصاتو چارو لوی ریاست څخه لېدنه وکړه، ددې ریاست په جوړېدو یې خوښي څرګنده او د هر اړخېزې همکارۍ ژمنه یې وکړه.

Latest announcements

Sat, Oct 11 2025 2:55 PM
Background image

Announsment!

 

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاونیت د محصلینو د خدمتونو او همغږی آمریت د لوړو زده کړو وزارت د انسجام ریاست په همغږۍ د "ځوان نسل فکری روزنې" ترسرلیک لاندې د محصلینو . . .

Sat, Aug 23 2025 8:48 AM
Background image
Sun, May 18 2025 1:31 PM
Background image

Kabul Education University Announcement!


All students of Kabul Education University are hereby informed that the Student Services Coordination Directorate, in order to enhance students' capacity, is organizing the following . . .

Back to announcements