د لوړو زده کړو وزارت د زده کړیالانو چارو د معینیت شورا ناسته، د دغه معینیت د سرپرست انجنیر سید محمد اسماعیل روحاني په مشرۍ ترسره شوه.

keu_admin
Sat, Oct 23 2021 9:52 AM
بلبلب

۱۴۰۰کال، د تلې ۲۹مه، لوړو زده کړو وزارت

د لوړو زده کړو وزارت د زده کړیالانو چارو د معینیت شورا ناسته، د دغه معینیت د سرپرست انجنیر سید محمد اسماعیل روحاني په مشرۍ ترسره شوه.

په پیل کې د لوړو زده کړو د زده کړیالانو چارو د معینیت سرپرست، د هغو زده کړیالانو  او فارغانو د ستونزو او تخطیو په اړه چې اسناد یې د شمولیت اساس نه لري، د تحصیلي اسنادو د طی مراحل کولو، د هغو تحصیلي څانګو په اړه چې د فعالیت جواز نه لري او همدارنګه د خصوصي تحصیلي بنسټونو د جذب د ظرفیت په اړه خبرې وکړې، چې قانوني ستونزه نه لري.

د ناستې غړو په مطرح شوو مواردو له هر اړخیزو بحثونو وروسته؛ پرېکړه وکړه چې د هغو خصوصي تحصیلي بنسټونو زده کړیالان چې په لوړو زده کړو وزارت کې د شمولیت اساس نه لري، د اسنادو طی مراحل کول یې تر لازمې پرېکړې وځنډول او ویې ویل چې تر وروستۍ پرېکړې یې دې لوړو زده کړو وزارت ته د راتګ مخنیوی وشي. همدارنګه د خصوصي لوړو زده بنسټونه هغه یو شمېر څانګې چې له لوړو زده کړو وزارت څخه د فعالیت قانوني جواز نه لري، نه شي کولی چې د کانکور له لارې د ۱۴۰۰کال د خزاني سمستر لپاره محصلان ومني. 

 همدارنګه په دغه ناسته کې له هغو خصوصي تحصیلي بنسټونو، چې قانوني ستونزه نه لري، وغوښتل شول، چې د محصلانو جذب دې له مقرراتو سره سم کړي او کله چې د اسنادو طی مراحل په رسمي ډول پیل شول، اسناد یې دې په قانوني ډول طی مراحل شي.

دغه راز له اجنډا سره سم د بېلا بېلو مواردو په اړه بحث او لازمې پرېکړې وشوې.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS