د پوهنتون د علمي شورا ناسته

keu_admin
Wed, Sep 22 2021 10:55 AM
ggfg

د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي شورا ناسته په عادي روال د ۱۴۰۰ کال د وږي میاشتې په ۱۴مه نېټه تر غرمې وړاندې په ۱۰:۰۰ بجو د ښاغلي پوهاند جمشېدخان رشیدي په مشرۍ وشوه. دغه ناسته د قرآن‌کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه او د اجنډا په اړه اړینې پرېکړې وشوې.

۱. د پوهنتون د علمي چارو مرستیال د لوړو زده‌کړو وزارت فوق‌العاده استازي او د پوهنتون د علمي شورا ټولو غړو ته د ښه راغلاست تر څنګ د خپلو خبرو په پیل کې د لوړو زده‌کړو وزارت د ۱۳/۶/۱۴۰۰ نېټې ناستې په اړه مفصلې خبرې وکړې او ویې ویل، د افغانستان له ټولو دولتي پوهنتونونو څخه د لوړو زده‌کړو وزارت د مشرتابه غوښتنه دا ده چې د غیر مختلط سیستم له مخې د حضوري درسونو د بیاپیل د څرنګوالي په اړه خپلې مشخصې طرحې دغه وزارت ته وسپاري تر څو د طرحو په رڼا کې د پوهنتونونو حضوري درسونه په رسمي ډول پیل شي. ورپسې د لوړو زده‌کړو وزارت فوق‌العاده استازي ښاغلي استاد محمد حامد یعقوبي د پوهنتون د رهبرۍ او علمي شوراګانو مننه وکړه او د لوړو زده‌کړو وزارت د رهبرۍ شورا له پرېکړې سره سم یې د پوهنتون د حضوري درسونو د بیا پیل په موخه د مشخصو طرحو د جوړولو په اړه معلومات وړاندې کړل. ده زیاته کړه چې غیر مختلط سیستم د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ وروستۍ پرېکړه ده او د دغه وزارت ټینګار د افغانستان د لوړو زده‌کړو د نظام پر وخت او ځای بدلولو دی.

۲. په ناسته کې د پوهنتون د حضوري درسونو د بیا پیل د څرنګوالي په اړه د پوهنتون د هغې طرحې په اړه بحث وشو چې مخکې له مخکې د لوړو زده‌کړو وزارت ته لېږل شوې وه او پرېکړه وشوه چې دغه طرحه لږ څه ناڅه اصلاحاتو او د پوهنتون د علمي شورا د غړو د نظرونو تر زیاتولو وروسته د لوړو زده‌کړو محترم وزارت ته ولېږل شي. همدا راز په ناسته کې د ۱۴۰۰ کال د پسرلني

Latest news

Thu, May 15 2025 12:44 PM
Background image

Kabul Education University in One Week!

Saturday:

A meeting of the Disciplinary and Order Committee of the Vice-Chancellery for Student Affairs at Kabul Education University was held.

Sunday:

To improve the teaching. . .

Wed, May 14 2025 2:44 PM
Background image

Administrative (Leadership) Council Meeting of Kabul Education University Held

On Wednesday, 24/2/1404 Hijri Shamsi, corresponding to 16/11/1446 Hijri Qamari, the Administrative Council of Kabul Education University was held with the participation of the. . .

BACK TO NEWS