د شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون د استادانو علمي کنفرانسونه دایر شو

keu_admin
Wed, Aug 04 2021 3:00 PM
bhbhh

د استادانو د ۱۴۰۰ کال د علمي کنفرانسونو لومړی پړاو چې د کرونا ویروس له امله ځنډېدلی و، د روان کال د زمري په ۱۰مه نېټه د یکشنبې په ورځ د پوهنتون د علمي څېړنو د انسجام د آمریت له‌خوا د پوهنتون د رئیسې آغلې پوهنوال لیلما شریفي یما، د پوهنتون د علمي چارو د مرستیال ښاغلي پوهاند جمشېد خان رشیدي، د پوهنتون د علمي څېړنو د انسجام د آمرې آغلې پوهنیار نرګس ستانکزۍ او ځینو استادانو په حضور کې د مسلکي پراختیا د مرکز په تالار کې پیل شو. دغه کنفرانس د قرآن‌کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو او ورپسې د پوهنتون د علمي څېړنو د انسجام آمرې آغلې پوهنیار نرګس ستانکزۍ د مرکز د کړنو او راتلونکي پلان په اړه معلومات څرګند کړل. ورپسې د پوهنتون رئیسې آغلې پوهنوال لیلما شریفي یما د څېړنې پر اهمیت خبرې وکړې. آغلې یما څېړنه د استادانو د فعالیتونو یوه نه جلاکېدونکې برخه وبلله او زیاته یې کړه، د هر پوهنتون پرمختګ د هغه د څېړنو له کچې سره تړلی دی. د کنفرانس په دوام د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشېد خان رشیدي د علمي او څېړنیزو چارو په مخ کې پراته خنډونه یاد کړل او استادان یې په څېړنو کې فعالې ونډې اخیستو ته وهڅول. د دې تر څنګ یې له استادانو وغوښتل چې د خپلو علمي څېړنو په معیاري کولو کې زیار وباسي. ورپسې د علمي کنفرانسونو لړۍ په رسمي ډول پیل شوه چې لومړی کنفرانس د ارواپوهنې د پوهنځي استاد ډاکتر باقر رضايي وړاندې کړ او استادانو وستایه. د علمي کنفرانسونو په دې پړاو کې به د ښوونې او روزنې پوهنتون او په څلورو حوزو کې د ولایتونو د نورو پوهنتونونو د استادانو ۲۶ کنفرانسونه په هم‌مهاله ډول وړاندې شي او دوه ورځې به دوام وکړي

Latest news

Thu, May 15 2025 12:44 PM
Background image

Kabul Education University in One Week!

Saturday:

A meeting of the Disciplinary and Order Committee of the Vice-Chancellery for Student Affairs at Kabul Education University was held.

Sunday:

To improve the teaching. . .

Wed, May 14 2025 2:44 PM
Background image

Administrative (Leadership) Council Meeting of Kabul Education University Held

On Wednesday, 24/2/1404 Hijri Shamsi, corresponding to 16/11/1446 Hijri Qamari, the Administrative Council of Kabul Education University was held with the participation of the. . .

BACK TO NEWS