د علمي څېړنو د مرکز کمېټې نوبتي ناسته وکړه

keu_admin
Sat, Jul 17 2021 10:25 AM
hhh

د پوهنتون د علمي څېړنو د انسجام مرکز د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ میاشتې په ۲۱ مه نېټه د دوشنبې په ورځ نوبتي ناسته وکړه. په دې ناسته کې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشېدخان رشیدي، د علمي څېړنو د مرکز آمرې آغلې پوهنیار نرګس ستانکزۍ او د مرکز غړو ګډون کړی و. په دې ناسته کې د لاندې موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې وشوې:

• د ناستې په پیل کې د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون او د ولایاتو د نورو پوهنتونونو د استادانو (۵) علمي – څېړنیز آثار او د موضوع د ټاکنې وړاندیزونه د کتنې او فیډبک لپاره د علمي څېړنو د مرکز غړو ته وسپارل شول. ورپسې د علمي څېړنو د انسجام د مرکز آمرې د استادانو د علمي رتبو لپاره د علمي کنفرانسونو د چوکاټ په نامه ۲۵ ماده‌ییزه مسوده وړاندې کړه او د مرکز غړو بحث پرې وکړ، پرېکړه دا شوه چې دغه مسوده د اړینو سمونونو لپاره د علمي څېړنو د مرکز غړې آغلې داکټر دینا محسني ته وسپارل شي.

• د علمي کنفرانسونو د لومړي پړاو د پیل لپاره د نېټې پر ټاکلو بحث وشو چې د کرونا ویروس له امله ځنډول شوي وو، پرېکړه وشوه چې تر لوی اختر وروسته دې تنظیم او پیل یې کړئ.

• د علمي څېړنو د انسجام مرکز پر علمي کال‌هېنداره بحث وشو چې ټاکل شوې ښاغلی حسین‌الله مایار یې په CorelDraw پروګرام کې ترتیب کړي او د علمي څېړنو د انسجام د مرکز ټول مناسبتونه پکې درج شي. د علمي څېړنو د انسجام مرکز غړو د علمي څېړنو په برخه کې د ښاغلي مایار نوښت وستایه.

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date


وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

BACK TO NEWS