د پوهنتون د اداري شورا ناسته

keu_admin
Sat, Jul 10 2021 10:41 AM
rff

 

د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون اداري ناسته په عادي روال د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ میاشتې په ۱۴مه نېټه تر غرمې وړاندې په ۹:۰۰ بجو د پوهنتون د رئیسې پوهنتوال لیلما شریفي یما په مشرۍ روغتیايي تدابیرو ته په پام سره په آزاده فضا کې وشوه او د ناستې د اجنډا په اړه اړینې پرېکړې وشوې.

۱- د پوهنتون رئیسې د رهبرۍ شورا غړو ته د ښه راغلاست تر څنګ په HEMIS سیستم کې د استادانو او محصلانو د معلوماتو پر درج کولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د لوړو زده‌کړو وزارت د محترم مقام لارښوونې ته په کتو سره پوهنتونونه مکلف دي چې له ۱۳۹۶ څخه تر ۱۳۹۹ کال پورې د خپلو ټولو استادانو او محصلانو اطلاعات په HEMIS سیستم کې درج کړي. له دې امله د پوهنتون د نهه‌ګونو پوهنځیو له رئیسانو او د اداري برخو له آمرینو څخه هیله کېږي چې د استادانو او محصلانو اطلاعات زر تر زره په سیستم کې درج کړي. د پوهنتون رئیسې د پوهنځیو له رئیسانو وغوښتل چې د خپلو پوهنځیو د پوهنتون‌شمولو مضامینو کود د استادانو چارو د انسجام آمریت ته ولېږي او د استادانو چارو د انسجام آمریت یې باید تر یوځای کولو وروسته د پوهنتون د نصاب کمېټې په همکارۍ تصحیح کړي او بیاځلي یې اړوندو مراجعو ته ولېږي. د ناستې په پای کې د استادانو د مسلکي پراختیا آمر PDC سیستم چې دغه آمریت چمتو کړی، معرفي کړ او رهبرۍ شورا غړو تایید کړ.

Latest news

Thu, May 15 2025 12:44 PM
Background image

Kabul Education University in One Week!

Saturday:

A meeting of the Disciplinary and Order Committee of the Vice-Chancellery for Student Affairs at Kabul Education University was held.

Sunday:

To improve the teaching. . .

Wed, May 14 2025 2:44 PM
Background image

Administrative (Leadership) Council Meeting of Kabul Education University Held

On Wednesday, 24/2/1404 Hijri Shamsi, corresponding to 16/11/1446 Hijri Qamari, the Administrative Council of Kabul Education University was held with the participation of the. . .

BACK TO NEWS