د ماسټرۍ د تیزسونو د دفاع غونډه وشوه

keu_admin
Sat, Jul 10 2021 10:38 AM
dedsd

د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ میاشتې په ۱۴مه نېټه د دوشنبې په ورځ د ښوونې او روزنې پوهنتون د ماسټرۍ د لسمې دورې د ۲۵ فارغانو د تیزسونو د دفاع په مناسبت غونډه وشوه. په دې غونډه کې د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون رئیسې آغلې پوهنوال لیلما شریفي یما، د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشېد خان رشیدي، د فوق‌لېسانس پروګرامونو آمر ښاغلي پوهاند فضل‌الحق فضل، د روزنیزو او مسلکي زده‌کړو د پوهنځي رئیس ښاغلي عبدالواسع عظیمي، لارښودو استادانو او څارونکي پلاوي ګډون کړی و.

په لومړي سر کې د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون رئیسې آغلې لیلما شریفي یما د ښوونې او روزنې د ماسټرۍ پروګرام فارغانو ته د فراغت مبارکي ورکړه او ویې ویل چې په اوسنۍ نړۍ کې په ټولنه کې د پرمختګ یوازنۍ لاره پوهه ده. د پوهنتون رئیسې زیاته کړه: خوشحاله یو چې نن د ښوونې او روزنې په برخه کې د ماسټر په کچه د مجربو او مسلکي کادرونو فراغت وینو. هیله لرم هغه مسلکي مدیریت او پوهه چې په دې برخه کې مو زده کړې ده، ګټوره ثابته شي او ټولنې ته د خدمت لامل شئ. ورپسې ښاغلي پوهاند جمشېد خان رشیدي هم محصلانو ته د فراغت مبارکي ورکړه، د دې برخې د استادانو او فارغانو هڅې یې وستایلې چې په بېلابېلو برخو کې یې څېړنې کړې دي او ټینګار یې وکړ چې د څېړنو او علمي ـ څېړنیزو فعالیتونو د کیفیت ښه کېدو ته باید لا ډېر پام وشي. په پای کې ښاغلي پوهاند فضل‌الحق فضل لارښودو استادانو او فارغانو ته د تیزسونو د دفاع پر پیل مبارکي ورکړه او ویې ویل چې د فوق‌لېسانس تحصیلاتو مرکز به په دې علمي اداره کې د کیفیت د کچې لوړولو لپاره هېڅ یوه هڅه هم ونه‌سپموي.

Latest news

Thu, May 15 2025 12:44 PM
Background image

Kabul Education University in One Week!

Saturday:

A meeting of the Disciplinary and Order Committee of the Vice-Chancellery for Student Affairs at Kabul Education University was held.

Sunday:

To improve the teaching. . .

Wed, May 14 2025 2:44 PM
Background image

Administrative (Leadership) Council Meeting of Kabul Education University Held

On Wednesday, 24/2/1404 Hijri Shamsi, corresponding to 16/11/1446 Hijri Qamari, the Administrative Council of Kabul Education University was held with the participation of the. . .

BACK TO NEWS