د سولې د مصوبې په اړه د نظرغوښتنې په تړاو د سولې د کمېټې ناسته

keu_admin
Tue, Jun 08 2021 9:38 AM
755

د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د سولې مرکز د مخکېنیو غونډو په دوام د ۱۴۰۰ کال د غبرګولې میاشتې په ۵مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د سولې کمېټې نوبتي ناسته وکړه چې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشېدخان رشیدي، د اسلامي زده‌کړو د پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنیار سیدهاشم امین او د سولې کمېټې غړو ګډون پکې کړی و.

لومړی د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشېد خان رشیدي د موضوع په اړه لارښوونکې خبرې وکړې او ویې ویل چې ځوانان د سولې د طرحې په برخه کې مهم رول ادا کولی شي؛ همدا راز د سولې لارې د هغې مصوبې په اړه یې د کمېټې غړو ته معلومات ورکړل چې د افغانستان جمهور رئیس چمتو کړې ده. ورپسې د پوهنتون د اسلامي زده‌کړو د پوهنځي رئیس ښاغلي سید هاشم امین د سولې کمېټې له غړو وغوښتل چې مصوبه په دقت مطالعه کړي او د بشپړتابه لپاره یې خپل برخه‌لیک ټاکونکي نظرونه او وړاندیزونه څرګند کړي.

Latest news

Thu, May 15 2025 12:44 PM
Background image

Kabul Education University in One Week!

Saturday:

A meeting of the Disciplinary and Order Committee of the Vice-Chancellery for Student Affairs at Kabul Education University was held.

Sunday:

To improve the teaching. . .

Wed, May 14 2025 2:44 PM
Background image

Administrative (Leadership) Council Meeting of Kabul Education University Held

On Wednesday, 24/2/1404 Hijri Shamsi, corresponding to 16/11/1446 Hijri Qamari, the Administrative Council of Kabul Education University was held with the participation of the. . .

BACK TO NEWS