لوړو زده‌کړو وزارت چمتو دی څو د ۱۴۰۰ کال د ونو کېنولو په جشن کې په پراخه توګه ونډه واخلي.

keu_admin
Thu, Mar 04 2021 9:40 AM
sdsd

دغه خبره د لوړو زده‌کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر د چاپیریال ساتنې ملي ادارې له رییس شاه زمان میوندي سره په لیدنه کې وکړه.

د لوړو زده کړو وزیر د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له‌خوا د ۱۴۰۰ کال د ونو کېنولو په جشن کې له بلنې مننه وکړه او ویې ویل؛ چې د مرکز او ولایتونو د ادارو په کچه د مسوولیت پېژندنې او همکاریو په خاطر په یوه چوکاټ کار کوو، تر څو د هېواد په کچه د لوړو زده کړو په کورنۍ کې د همکاریو پراخه زمینه برابره شي.

وروسته د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس شاه زمان میوندي، د ونو اېښودلو په جشن کې د ګډون په موخه د لوړو زده کړو وزارت له چمتووالي مننه وکړه او ویې ویل؛ چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې هڅه دا ده، څو د ونو اېښودلو په جشن کې ډېر خلک برخه واخلي. هغه زیاته کړه چې د چاپېریال ساتنې ملي اداره په پام کې لري، څو د نوي کال په پیلېدو سره ۱۴سوه او ۲۶میلیونه ونې کېنوي. ښاغلي میوندي وویل، چې په دغه برخه کې د لوړو زده کړو وزارت همکاري، د یوه تحصیلي بنسټ په توګه یوه الګو ده او زیاته اغېزه لري او دغه کار د هېواد په کچه د ونو کېنولو د فرهنګ عامولو لامل ګرځي.

Latest news

Thu, May 15 2025 12:44 PM
Background image

Kabul Education University in One Week!

Saturday:

A meeting of the Disciplinary and Order Committee of the Vice-Chancellery for Student Affairs at Kabul Education University was held.

Sunday:

To improve the teaching. . .

Wed, May 14 2025 2:44 PM
Background image

Administrative (Leadership) Council Meeting of Kabul Education University Held

On Wednesday, 24/2/1404 Hijri Shamsi, corresponding to 16/11/1446 Hijri Qamari, the Administrative Council of Kabul Education University was held with the participation of the. . .

BACK TO NEWS