د ۱۳۹۹لمريز کال د سلواغې ۷مه _ د لوړو زده کړو وزار

keu_admin
Sun, Jan 31 2021 8:46 AM
sdsd

د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر او د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست محمدطاهر زهیر نن د کتاب نړیوالې معیاري شمېرې (ISBN) د وېش د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

دغه هوکړه لیک د درسي موادو او کتابونو چې د څېړنې، تآلیف او ژباړې له لارې تولیدېږي؛ د معیاري چاپ او خپرېدو په اړه لاسلیک شو. د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر په دغو مراسمو کې د یاد هوکړه لیک لاسلیکول د کتاب په معیارې او باوري کېدو کې مهم وبلل او زیاته یې کړه، د لوړو زده کړو وزارت هڅه کوي، علمي تولیدات ډېر کړي.

د لوړو زده کړو وزیر همداراز زياته کړه چې علمي څېړنې د هېواد د پرمختګ او پراختیا بنسټ دي او که یوه پالیسي د علمي څېړنو پر بنسټ ولاړه نه وي، نو د اجرا وړ نه ده. نوموړي زیاته کړه کله چې د پوهنتون د استادانو او لیکوالانو آثار چاپ شي او (ISBN) نمبر هم ولري، موږ سره د کتاب په باوري کېدو او د یونسکو د ثبت په شمېر کې مرسته کوي.

له دې سره د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وویل؛ چې‌ (ISBN) د کتاب نړیواله او د اعتبار ورکونې شمېره ده چې د نړۍ په ټولو هېوادونو کې کارول کېږي. په دغه ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کاپي رایټ امر ذکی الله امیري او د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تآليف او ژباړې رییسې هم د (ISBN) په اړه مالومات ورکړل. هغوی وویل چې ټول لیکوالان او استادان دې د خپلو اثارو په چاپ کې له (ISBN) څخه ګټه واخلي څو د کتاب چاپ او خپرېدو په برخه کې د معیاري کېدو پر لور ور ودانګو.

د غونډې په پای کې د لوړو زده کړو وزیر او د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د کتاب نړیوالې معیارې شمېرې (ISBN) د وېش هوکړه لیک لاسلیک کړ.‎

Latest news

Thu, May 15 2025 12:44 PM
Background image

Kabul Education University in One Week!

Saturday:

A meeting of the Disciplinary and Order Committee of the Vice-Chancellery for Student Affairs at Kabul Education University was held.

Sunday:

To improve the teaching. . .

Wed, May 14 2025 2:44 PM
Background image

Administrative (Leadership) Council Meeting of Kabul Education University Held

On Wednesday, 24/2/1404 Hijri Shamsi, corresponding to 16/11/1446 Hijri Qamari, the Administrative Council of Kabul Education University was held with the participation of the. . .

BACK TO NEWS