د پوهنتون علمي شورا غونډه

keu_admin
Mon, Dec 21 2020 2:41 PM
xcxc

 

د شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون علمي ناسته، د معمول په توګه، د سهار په ۹:۳۰بجو د ۱۳۹۹ کال د لیندۍ په ۲۳مه، د آغلې پوهنوال لیلما شریفي یما تر ریاست لاندې د پوهنتون په ریاست کې جوړه شوه، د پوهنتون رییس د معرفي ویناو وروسته، لاندې مسایلو باندې خبرې وشوې او لازمې پریکړې وشوې.

1. آغلې پوهنوال لیلما شریفي یما د پوهنتون رییس د اعتباردهې د دریمې مرحلې د بریالیتوب سند ترلاسه کولو له امله د پوهنتون د کورنۍ ټولو غړو ته مبارکي وویله او د پوهنتون له ټولو څانګو یې وغوښتل چې د اعتبارليک د ساتنې او پوهنتون د لا ودې لپاره جدي هڅې وکړي. نوموړۍ همدارنګه د پوهنځییو رییسانو او ډیپارټمنټونو له آمرینو څخه وغوښتل چې د دوریې مرحلې اعتبار سند ترلاسه کولو برخه کې اړین چمتووالی ولري

2. د استادانو د خاضري او آنلاین درسونو په اړه پریکړه وشوه چې ټول استادان هره ورځ له ۸ څخه تر ۴ بجو پورې په خپلو دفترونو کې شتون ولري او خپل آنلاین درسونه د پاور پاینټ په بڼه زده کونکو ته د ZOOM او Google Class برنامو له لارې چمتو کړي. همدارنګه، د پوهنځییو قدرمن رییسان باید خپل تدابیري پلان تیار کړي او د تدابیري پلان مطابق خپل علمي او اداري کارونه چمتو کړي.

3. د علمي چارو د معاونیت او د زده کونکو چارو معاونیت دریمې ربعې راپور او د پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت د څلورم ربعې راپور د پوهنتون د علمي شورا غړو په غوڅ آرا سره تصویب شو.

4. د مرکز او ولایاتوو پوهنتونو د استادانو د تقرر، ترفیع او تثبیت څورلس ټوکه دوسیې په غوڅ آرا سره تصویب شوي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS