کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ دایر شو!

hamid2
Thu, Jun 25 2026 11:17 AM
سشیبش

پنجشنبه- ۹،۱،۱۴۴۸ ه،ق

د سهار ستوري کلینیک له لوري د استادانو مسلکي پراختیا امریت سره په همغږۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته "د لومړنیو صحي مرستو رسولو" ترسرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز سمینار دایر شو، چې په علمي او عملي بڼه ګډونوالو سره د لومړنیو صحي مرستو رسولو اړوند هراړخیز معلومات شریک شول.

 

د دې سمینار هدف او موخه د لومړنیو مرستو په اړه د پوهې کچه لوړولو، په بیړنیو حالاتو کې د چټک او اغېزمن غبرګون وړتیا رامنځته کول، د چاپېریالخوندیتوب او د روغتیا فرهنګ پیاوړی کول او په بېړنیو حالاتو کې د ټپیانو او ناروغانو لپاره د لومړنیو مرستو  اصولو زده کړه وه.

د استادانو مسلکي پراختیا امر پوهنوال دوکتور عبدالجبار څپاند د دې سمینار پر ارزښت د خبرو ترڅنګ یې ګډونوالو ته د بدني صحتمنتیا په پار د چاپېریال پاک ساتنې او د انساني وجیبې اداء کولو په پار په لومړنیو صحي مرستو رسولو اړوند هراړخیزه وینا وکړه.

وروسته له مقدماتي خبرو دغه سمینار د ډاکټر  عبدالله عابد له لوري وړاندې شو او په تشریحي او عملي برخو کې یې ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

 

اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date


وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

BACK TO NEWS