لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو څارنې او ارزونې ریاست پلاوي د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د نه ګوني پوهنځیو او علمي چارو معاونیت ادارو له اکاډمیکو چارو څخه ارزونه وکړه!

hamid
Mon, Jan 13 2025 1:50 PM
شبلا6شث

چهارشنبې ورځ د ۱۹/١٠/١٤٠٣ ه.ش چې ۷/٧/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د لوړو زده کړو وزارت علمي چارو څارنې او ارزونې ریاست پلاوي د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د نه ګوني پوهنځیو او علمي چارو معاونیت ادارو له اکاډمیکو چارو څخه ارزونه وکړه.

په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل دوکتور قدرت الله"عمرخیل" خپلو خبرو کې د ښه راغلاست ترڅنګ، راغلو پلاوو ته د پوهنتون د نه ګوني پوهنځیو رئیسانو پېژندګلوي وکړه او د علمي چارو معاونیت اداراتو اړوند یې هر اړخیز معلومات ورکړل، زیاته یې کړه: الحمدالله د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون روان کال تدریسي او اکاډمیکي چارې په سمه توګه پرمخ وړل شوي دي او خوشحاله یو چې پوهنتون ته مو تشریف راوړ او د پوهنځیو او علمي چارو معاونیت اکاډمیکي چارې به له نږدې وڅېړئ، چې په دې برخه کې د علمي چارو معاونیت مسؤولین له تاسو سره پوره همکار دی.

وروسته، لوړو زده کړو وزارت علمي چارو څارنې او ارزونې ریاست مسؤولینو پوهنتون ته د راتګ موخه او هدف څرګند کړ، زیاته یې کړه: زمونږ مسؤولین به نن ورځ پوهنتون کې پاتې شي او د پوهنځیو او ماسټرۍ برنامو اکاډمیکې چارې به له نږدې وڅېړي.

Latest news

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

Tue, Sep 02 2025 11:07 AM
Background image

Meeting of the Curriculum Committee of Kabul Education University Held

On Tuesday, 9/3/1447QA, corresponding to 11/6/1404 SH, a meeting of the Curriculum Committee of Kabul Education University was convened, during which the academic curriculum for the. . .

BACK TO NEWS