کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري شورا غونډه ترسره شوه!

keu_admin
Mon, Sep 02 2024 2:37 PM
113

دوشنبې ورځ د ١٢/٦/۱۴۰۳ ه.ش چې له ٢٩/٢/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او اداري شورا غړو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوی سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې اداري شورا غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د رهبرۍ شورا له غړو څخه منندویي وکړه چې د پوهنتون ټولې تدریسي او اداري چارې یې په منظمه توګه مخته وړلي، همدارنګه یې د اداري شورا غړو ته د محصلینو فراغت غونډې ترسره کولو، په وخت سره د ریاست لخوا صادر شویو مکتوبونو ته ځواب ورکولو، په منظمه د خزاني سمسټر تدریسو چارو مخته وړلو او د استادانو درسي مکلفیت درلودلو اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.

وروسته، د پوهنتون اداري شورا غړو د لاندې موضوګانو:

په ټاکلي نېټې سره د مکتوبونو ځواب کولو، د پوهنتون استراتیژیک پلان تطبیق ګزارش، محصلینو فراغت غونډې ترتیب او تنظیم، د محصلینو غیرحاضرۍ برخې د پوهنځیو رئیسانو زیاته توجه، د څېړنې کمېټې لخوا د استادانو درسي مکلفیتونو ګزارش او د درسي صنفونو پاکوالي اړوند بحث او خبرې وکړې.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

Tue, Sep 02 2025 11:07 AM
Background image

Meeting of the Curriculum Committee of Kabul Education University Held

On Tuesday, 9/3/1447QA, corresponding to 11/6/1404 SH, a meeting of the Curriculum Committee of Kabul Education University was convened, during which the academic curriculum for the. . .

BACK TO NEWS