کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او ننګرهار پوهنتون تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو!

keu_admin
Sun, Jun 09 2024 1:06 PM
1125244
شنبې ورځ د ١٩/٣/١٤٠٣ ه.ش چې له ١/١٢/١٤٤٥ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او ننګرهار پوهنتون ترمنځ په دوه اړخیزو علمي او څېړنیزو برخو کې هوکړه لیک د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" او ننګرهار پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي احسان الله "ناصح" ترمنځ لاسلیک شو.
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا"هاشمي" د یاد هوکړه لیک اړوند خوښي څرګنده کړه، زیاته یې کړه: یاد هوکړه لیک د دوه اړخیزو همکاریو اړوند په څېړنیزو او علمي برخو کې لاسلیک شو، چې له مخې به یې دواړه پوهنتونونه په ګډه سره کار کوي، همدارنګه یې وویل: د علمي سیمنارونو دایرېدل، کتابتونو او په پوهنتونونو کې د شته امکاناتو څخه ګټه اخیستنه د یاد هوکړه لیک مهمې برخې دي او یاد هوکړه لیک باید د پاڼو پرمخ نه وي بلکې باید عملي بڼه ولري.
یاد هوکړه لیک چې په مختلفو مادو کې ترتیب شوې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او ننګرهار پوهنتون ترمنځ ( په علمي او څېړنیزو برخو کې د ګډو همکاریو، د سیمینارونو دایرېدلو، په دواړو پوهنتونونو کې د شته امکاناتو څخه ګټه اخیستنې، د څېړنیزو آثارو تدوین او ژباړه، د علمي آثارو چاپ او د استادانو لپاره د لنډمهاله او اوږد مهاله ښوونیزو ورکشاپونو دارېدلو) اړوند لاسلیک شو.
یاده غونډه د هوکړه لیک په لاسلیک او دعایې ویلو سره پای ته ورسېده.

 

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date


وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

BACK TO NEWS