کابل ښوونې او روزنې، کابل پولي تخنیک او بامیان پوهنتونونو د کادري بستونو نوماندانو څخه د نړیوالو (انگلیسي او عربي) ژبو ازموینه واخیستل شوه!

yasin
Sun, Apr 07 2024 10:22 AM
454

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون: دري ژبو او ادبیاتو، تاریخ، معلوماتي تکنالوژۍ، چاپېریال ساتنې او فزیک څانګو(نارینه)، پولي تخنیک پوهنتون د رشتوي فزیک او تاریخ څانګو(نارینه) او د بامیان پوهنتون: کیمیا، ښوونیز مدیریت او ټولنپوهنې څانګو(نارینه) د کادري بستونو د نړیوالو(انګلیسي او عربي) ژبو ازموینه د پنجشنبې ورځ د 16/1/1403 ه.ش چې د 25/9/1445ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ په (ICT)مرکز کې واخیستل شوه.

ازموینه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېدخان"رشیدي" ټولو نوماندانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د ازموینې اړوند استادانو او څارنې کمېټې ته اړیني سپارېښتنې وکړې او ټولو ګډونوالو ته یې د ازموینې په بهیر کې د پوره روڼتیا او امانتداری ډاډ ورکړ او د ازموینې پروسیجر یې ټولو ګډونوالو ته تشرېح کړ.

وروسته، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ څانګې آمر ښاغلي محمد منصور “واحدي” د ازموینې شفافیت او آنلاین ازموینې سیسټم اړوند ګډوونکوونکو سره اړین معلومات شریک کړل

د یادونې وړ ده چې د نړیوالو(انګليسی او عربي) ژبو ازموینه کې د کامیابو نوماندانو تحقیقي (تحریري) ازموینه شنبه ورځ 18/1/1403 ه.ش چې له 27/9/1445 ه.ق. نېټې سره سمون لري په کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې اخیستل کیږي.

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date


وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

BACK TO NEWS