کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او غور د لوړو زده مؤسسې تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو!

yasin
Tue, Mar 12 2024 1:52 PM
44

چهارشنبې ورځ د ٢٤/١٢/١٤٠٢ ه.ش چې له ٢٤/٨/١٤٤٥ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او غور د لوړو زده کړو مؤسسې تر منځ د دوه اړخیزو علمي او تحقیقي برخو کې هوکړه لیک د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي مولوي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" او غور د لوړو زده کړو مؤسسې د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنمل عبدالقیوم "شاداب" ترمنځ لاسلیک شو.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا"هاشمي" د یاد هوکړه لیک اړوند خوښي څرګنده کړه او د غور د لوړو زده کړو مؤسسې علمي چارو مرستیال ته یې د یاد هوکړه لیک په عملي کولو ډاډ ورکړ.

یاد هوکړه لیک چې په مختلفو مادو کې ترتیب شوی د هوکړه لیک له مخې به د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او غور د لوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ ( په علمي او تحقیقي برخو کې د دواړو اړخیزو ګډه همکاريو، د استادانو تحقیق برخه کې مرسته، لابراتوارنو څخه ګټه اخیستنه، په علمي ژورنال کې د مقالو نشرول، کتابتونونو څخه ګټه اخیستنه، د ورکشاپونو او سیمینارونو دایرول، علمي مجلو اېجادول، د تدریس کیفیت او تحصیلي وضعیت څېړل.... ) لاسلیک شو.

یاده غونډه د هوکړه لیک په لاسلیک او دعایې ویلو سره پای ته ورسېد.

Latest news

Thu, May 15 2025 12:44 PM
Background image

Kabul Education University in One Week!

Saturday:

A meeting of the Disciplinary and Order Committee of the Vice-Chancellery for Student Affairs at Kabul Education University was held.

Sunday:

To improve the teaching. . .

Wed, May 14 2025 2:44 PM
Background image

Administrative (Leadership) Council Meeting of Kabul Education University Held

On Wednesday, 24/2/1404 Hijri Shamsi, corresponding to 16/11/1446 Hijri Qamari, the Administrative Council of Kabul Education University was held with the participation of the. . .

BACK TO NEWS