کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غونډه ترسره شوه!

keu_admin
Mon, Feb 26 2024 9:23 AM
5554

دوشنبې ورځ د 30/11/1402 ه.ش چې له 9/8/1445 ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او استادانو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوی سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې علمي شورا غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د افغانستان ښوونیزو او لوړو زده کړو بنسټونو پیاوړتیا ملي کنفرانس چې په بریالی توګه پای ته ورسېده، هر اړخیزي خبرې وکړې. همدارنګه یې د پوهنتون له معاونینو او د پوهنځیو له رئیسانو څخه مننه وکړه چې ټول فعالیتونه یې په منظمه توګه سرته رسولي وو او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت، تضمین کیفیت پلاوي له لوري مثبت ارزیابي شو.

وروسته، د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېدخان "رشیدي" د محصلینو درسونو پیلېدو او د درېیمې مرحلې سندونو ساتلو په پار پوره معلومات د غونډې ګډوونکو سره شریک کړل.

همدارنګه د پوهنتون علمي شورا غړو د لاندې موضوګانو اړوند:

د محصلینو درسونو پیلېدو، د لوړو زده کړو تضمین کیفیت پلاوي له لوري درېیمې مرحلې سندونو څېړلو، د استادانو کادری ازموینو، د ورزشي مدیریت څانګې تحصیلي نصاب او د استادانو تقرر، ترفېع او انفکاک دوسیو څېړلو اړوند بحث او خبرې وشوې، چې د علمي شورا غړو لخوا تأیید شوې.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date


وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

BACK TO NEWS