د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي کادري بستونو نوماندانو څخه مسلکي (تحریري) آزموینه واخېستل شوه!

keu_admin
4744

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ریاضي، کیمیا، معلوماتي تکنالوژۍ ، چاپېریال ساتنې، عمومي ښوونې او روزنې، زده کړیز مدیریت، ذهني شاته پاتې کېدو ارواه پوهنې او عمومي ارواپوهنې څانګو علمي کادرونو د انګلیسي ژبې آزموینه کې بریالیو نوماندانو څخه مسلکي آزموینه د چهارشنبې ورځ 1445/2/27 هــ.ق. چې له 1402/6/22هـ.ش نېټې سره سمون لري د پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا “هاشمي”، علمي چارو مرستیال پوهاند دوکتور جمشېد خان “رشیدي”، پوهنځیو رئیسانو، د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او ترفېعاتو ریاست پلاوي او استادانو په شتون کې واخېستل شوه.

د پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" د آزموینې له بهیر څخه د لیدنې او څارنې پر مهال ګډونکوونکو ته د دې پروسې د روڼتیا، امانت دارۍ ، نظم او ډیسپلین په اړه پوره ډاډ ورکړ، همدارنگه یې څرگنده کړه چې په پوهنتونونو کې د علمي کادرونو د ګمارنې معیار د نوماندانو وړتیا او استعداد ته په کتلو سره ترسره کېږي.

Latest announcements

Sat, Oct 11 2025 2:55 PM
Background image

Announsment!

 

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاونیت د محصلینو د خدمتونو او همغږی آمریت د لوړو زده کړو وزارت د انسجام ریاست په همغږۍ د "ځوان نسل فکری روزنې" ترسرلیک لاندې د محصلینو . . .

Sat, Aug 23 2025 8:48 AM
Background image
Sun, May 18 2025 1:31 PM
Background image

Kabul Education University Announcement!


All students of Kabul Education University are hereby informed that the Student Services Coordination Directorate, in order to enhance students' capacity, is organizing the following . . .

Back to announcements