معلوماتي تکنالوژۍ څانګې د پوهنتون د HEMIS معلوماتي سیسټم کاري ټيم له هڅو او کړنو ستاینه وکړه.

keu_admin
Sun, Aug 13 2023 11:29 AM
1122

دوشنبې ورځ د ۲۰/۱/۱۴۴۵ هـ.ق چې، له ۱۶/۵/۱۴۰۲ هـ.ش نېټې سره سمون لري د پوهنتون معلوماتي تکنالوژۍ څانګې د HEMIS سیسټم غړو له هڅو او لاسته راوړنو، د نوموړي پوهنتون د محصلانو چارو له کاغذي بڼې څخه آنلاین بڼې ته د بدلولو او په نوموړي سیسټم کې د لوړو زده کړو وزارت پلان او پالیسۍ پلي کېدو په پار د پوهنتون په آی سي ټي مرکز کې ستاینغونډه ترسره کړه.

غونډه ښاغلي مولوي ذبیح الله “عابد” د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل کړه.

په پیل کې د پوهنتون معلوماتي تکنالوژۍ څانګې آمر ښاغلي محمد منصور “واحدي” په ورځنیو چارو کې د معلوماتي تکنالوژۍ په وسیله د آسانتیاوو رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې او د نوموړي سیسټم په پوره پلي کولو او غني کولو یې ټینګار وکړ، زیاته یې کړه چې: د پوهنتون له ټولو استادانو، کارمندانو او محصلانو په درنښت هیله کوو چې، له HEMIS سیسټم څخه د محصلانو او اداري چارو آسانتیا او روڼتیا په برخه کې پوره ګټه پورته او په پلي کېدو کې یې همکاري وکړي؛ ځکه چې تکنالوژي د علم زده کړې، پرمختګ، امانت دارۍ او په نړیواله کچه د چارو آسانه کولو لپاره ښه وسیله ده.

په پای کې غونډه د ساینلیکونو په ورکړه او دعایې په ویلو پای ته ورسېده.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS