د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د دعوت او ارشاد څانګې د قرآنکریم درناوي په پار غونډه ترسره کړه!

keu_admin
Mon, Jul 24 2023 2:01 PM
122

چهارشنبې ورځ د ١/١/١٤٤٥هـ.ق. چې له ٢٨/٤/١٤٠٢ هـ.ش. نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د دعوت او ارشاد څانګې د قرآنکریم درناوي په پار غونډه ترسره کړه.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په یاده غونډه کې د پوهنتون معاونینو، پوهنځیو رئیسانو، استادانو، کارمندانو او کارکوونکو ګډون درلود.

لومړی د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي حاجي عبدالرحیم “زبیر” په خپلو خبرو کې د دعوت او ارشاد څانګې څخه مننه وکړه زیاته یې کړه چې، د دعوت او ارشاد څانګې کړنې د ستایلو وړ دي او له الله ﷻ څخه د دعوت او ارشاد څانګې کامیابي د الله ﷻ د دین په رسولو کې ټول مسلمه امت ته غواړو.

وروسته، د دعوت او ارشاد څانګې آمر ښاغلي مولوي ذبیح الله “عابد” د پوهنتون له ټولو کارمندانو او کارکوونکو څخه مننه وکړه چې، په معین وخت د تفسیر او ترجمې زده کړو ته حاضریږي او له دې وروسته به هره اوونۍ د چهارشنبې ورځ د ماسپښین له لمانځه وروسته د قرآنکریم د درناوي او د الله ﷻ د سپېڅلي کتاب د ښه پېژندلو په پار د قرآنکریم درې ختمه ترسره کېږي.

په اخر کې غونډه د قرآنکریم د ختم او دعایې په ویلو پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM

BACK TO NEWS